کاپیسا او پروان ولایتونو کې د دوو ستر او معیاري سړوخونو د جوړولو چارې پیل شوې
۱۶ وری ۱۳۹۹
په کاپیسا او پروان ولایتونو کې د دوو ستر او معیاري سړوخونو چې، هر یوه یې د یوزر او ۵۰۰ ټنه کرنیزو توکو د ساتنې وړتیا لري د جوړولو چارې یې پیل شوې.
ددغو سړوخونو د بنسټ ډبره د ملي پراختیا ادارې مشر عبدالرحمان عطاش، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمتالله غفوري او د کاپیسا او پروان ولایانو له خوا کېښودل شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې دغه سړې خونې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا ډیزاین او د ملي تدارکاتو له خوا منظور شوي دي او د جوړولو چارې یې د ملي پراختیا ادارې عملیاتي څانګې ته ورکړل شوې ده.
د ښاغلي رستمي په خبره ټاکل شوې، چې په دغو وسړوخونو کې د پروسس یو یو مرکز هم جوړ شي.
د کرنې وزارت ویاند دغه راز زیاته کړه ټاکل شوې، چې په ۱۰ ولایتونو کې ورته ۱۲ سړې خونې، چې د هر یوه وړتیا به یو زر او ۵۰۰ ټنه وي جوړ شي.
د دغو سړوخونو د هریوه د جوړولو لګښت نږدې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ ده.
دغه جوړېدونکي سړې خونې په لمریز برېښنا سمبالیږي ترڅو برخمنو کسانو ته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
یاد سړې خونې به تر راتلونکو دوو کلونو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.