د ۲۷۸ میلیون کرنیزو پورونو ورکړه منظور شو

mail-admin
د ۲۷۸ میلیون کرنیزو پورونو ورکړه منظور شو

۱۳ وری ۱۳۹۹

د کرنیزو پورونو د منظوری د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو معلوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ۲۷۸.۱ میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړ.

منظور شوي پور کې پنځه مورده، چې په کې بېلابېلې برخې له ډلې د وړو د تولید په پار د غنمو پېرل، د چرګانو د دانې او حیواني خوراکې لپاره د اومه موادو او ماشینونو پېرل، د ټراکټورونو او کرنیزو توکو پېرل، د چرګانو روزنې فارم جوړول او پر بزګرانو نقدې پیسې وېشل شامل دي.

دکرنې په وزارت کې د کرنې د پراختیا د صندوق د پورونو د منظوری د کمېټې غونډه د ۱۳۹۹یم کال د وري په ۱۲ نېټه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي معینیت سرپرست او د پور د منظوری د کمېټې مشر محبوب الله ننګ په مشری او د کرنې د پراختیا صندوق د چارواکو په شتون کې په لاره واچول شوه.

د کرنې د پراختیا د صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور پنځه غوښتنې معرفي کړل او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات ور کړل.

د کرنې د پراختیا صندوق چې ددې پور ورکوونی ده وایي، چې په دې سختو شرایطو کې یې بزګران نه دي هېر کړي او دې ته ژمن دی، چې د دوی د اړتیا وړ پورونه په خپل وخت د دوی په واک کې ورکړي.

یاد صندوق د کویډ-۱۹ یا کرونا ناروغۍ له خپراوي څخه د مخنیوي په پار د ګرځ بندیز سره سره د کرنې دودې او پراختیا په پار له هیڅ ډول هڅې نه دي په شا شوي او هلې ځلې کوي، چې د امکان تر کچه په روان فصل کې د کرنې بنسټ پیاوړي شي.

د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.

یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل څخه تردې دمه ۱۰.۶ میلیارډه افغانۍ پور منظور او کرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو تو کو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۳ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي.  له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۴۷زره او ۵۰۳ بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.

د کرنې د پراختیا صندوق بودجه نړیوال پراختیایي ادارې «USAID» له خوا ورکول کیږي.

دمګړۍ د کرنې د پراختیا صندوق د افغانستان د کرنې د سکټور د تمویل مخکښ مرجع بلل کیږي، چې مرکزي دفتر یې په کابل کې ده او په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم سیمه ییز دفترونه لري.