پکتیا کې ۲۶۴۶ جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۶:۳۰
 پکتیا کې ۲۶۴۶ جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړیږي

۲۸ کب ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا په پکتیا ولایت کې د ۲۶۴۶جریبه مېوه لرونکو نویو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د پکتیا د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وایی، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۶۴۶ جریبه مېوه لرونکي نوي بڼونه او ۴۰ جریبه متراکم بڼونو د جوړولو چارې پیل شوي او د یادې برنامې له خوا بڼوالو ته د بڼونو جوړولو په پار د نیالګیو وېش پیل شوي دي.
د ښاغلي مومند په خبره په دغو جوړېدونکو بڼونو کې د مڼې، زردالو، شفتالو، الوچې او چهارمغزو بڼونه شامل دي.
د پکتیا د کرنې رییس دغه راز وویل، چې سږکال به په پکتیا ولایت کې ۳۰۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي هم کېنول شي.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساري پرمختګ دی.
د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه « NHLP » پر دې سربېره، چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې پکتیا ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت