د ختیځ زون د دوو ولایتونو د سیمه ییزو وټرنرانو روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
۲۸ کب ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار او لغمان ولایتونو سیمه ییزو وټرنرانو ته د مالدارانو د سیمه ییزو ښوونځیو په تړاو درې ورځنۍ روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
دغه ورکشاپ چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په ریاست کې په لاره اچول شوې وه د درې ورځو په ترڅ کې وټرنرانو ته د مالدارانو د سیمه ییزو ښوونځیو په تړاو اړین او هر اړخیز معلومات ور کړل شول.
ددې ورکشاپ په پای غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او خدمتونو امر ډاکټر محمد ضمیر بهسودي دا ډول ورکشاپونه د وټرنرانو د ظرفیت لوړولو، د ښو خدماتو د عرضې او د غوښې د ارزښت د معلومولو په برخه کې خورا اړین وباله.
د چارواکو په خبره ددې ورکشاپ په لړ کې د ځانګړو ټرینرانو له لوري سیه ییزو وټرنرانو ته د مالدارانو د سیمه ییزو ښوونځیو په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شوي دي.