لوګر کې څه باندې ۱۴۰ زره نیالګي اېښودل کیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۳:۴۹
۲۱ کب ۱۳۹۸

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کب شلمه، د نیالګیو اېښودو ملي ورځې په لمانځ غونډه کې وویل، چې له نن څخه په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شوی او ددې کمپاین په ترڅ کې به د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې څه باندې ۱۴۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي.
د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې ددې کمپاین په ترڅ د لوګر په ټولو ولسوالیو او مرکز کې ۱۱۵زره او ۶۲۵ مېوه لرونکي نیالګي او نږدې ۱۹ زره بې مېوې نیالګي اېښودل کیږي.
د لوګر د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت