هلمند کې ۱۶۵۰ بزګرانو او کورنیو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۸
هلمند کې ۱۶۵۰ بزګرانو او کورنیو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت په بغني او موسی‌کلا ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د همکارو مؤسسو په همکارۍ، ۱۶۵۰ بزګرانو او کرنیزو کورنیو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې او د وېش لړۍ یې په موسی‌کلا ولسوالی کې روانه ده.
د معلوماتو له مخې، د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د راتلونکو نسلونو مؤسسې په همکارۍ، د بغني ولسوالۍ له ۵۰۰ بزګرانو سره د کرنیزو مرستو د وېش لړۍ د شپږو ورځو په ترڅ کې بشپړه شوې ده. د یادې لړۍ په ترڅ کې هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلوګرامه شنه سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوې ده.
همدارنګه، د یاد ریاست په هڅو او د «اواچ ډبلیو» مؤسسې په همکارۍ، د موسی‌کلا ولسوالی له ۱۱۵۰ بزګرانو او کرنیزو کورنیو سره د ورته مرستو د وېش لړۍ روانه ده، چې له مخې به یې هرې مستحقې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ووېشل شي. دغه مرستې د یاد ریاست د رییس الحاج قاري محمد نسیم عبدالرحمن په هڅو او لارښوونه ترسره کېږي.
د دغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو د کارونې دودول، د غنمو د حاصلاتو لوړول او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لپاره د مناسبو شرایطو برابرول دي.
د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د کرنیزو تولیداتو د لوړولو، د ځمکو د حاصل‌خېزۍ د ښه‌والي او د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې مهم رول لري. د کرنیزو موسمونو له پیل مخکې بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او اړینو کرنیزو توکو برابرول، د کرنې د پیاوړتیا او د هېواد د خوراکي توکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له مهمو ګامونو څخه ګڼل کېږي.


توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای ۱۶۵۰ دهقان و خانواده زراعتی در هلمند
۱۲ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
در ولسوالی‌های بغنی و موسی‌قلعه ولایت هلمند، به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با همکاری مؤسسات همکار، برای ۱۶۵۰ دهقان و خانواده زراعتی تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شده است. روند توزیع این کمک‌ها در ولسوالی موسی‌قلعه همچنان ادامه دارد.
بر بنیاد معلومات، روند توزیع کمک‌های زراعتی برای ۵۰۰ دهقان در ولسوالی بغنی، به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری هلمند و با همکاری مؤسسه نسل‌های آینده برای افغانستان، طی شش روز تکمیل شده است. در جریان این روند، به هر دهقان مستحق ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سبز و ۵۰ کیلوگرام کود سفید توزیع شده است.
همچنان، به تلاش این ریاست و با همکاری مؤسسه «او‌اچ‌دبلیو»، روند توزیع کمک‌های مشابه برای ۱۱۵۰ دهقان و خانواده زراعتی در ولسوالی موسی‌قلعه جریان دارد. بر اساس این برنامه، به هر خانواده مستحق ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید توزیع خواهد شد.
این کمک‌ها به تلاش و رهنمایی رییس ریاست زراعت، آبیاری و مالداری هلمند، الحاج قاری محمد نسیم عبدالرحمن، انجام می‌شود.
هدف از این کمک‌ها، حمایت از دهقانان، تقویت فعالیت‌های زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده، افزایش حاصلات گندم و فراهم‌سازی شرایط مناسب برای افزایش تولیدات زراعتی است.
تخم اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی در افزایش تولیدات زراعتی، بهبود حاصل‌خیزی زمین و افزایش حاصلات دهقانان نقش مهمی دارند. فراهم‌سازی تخم‌های اصلاح‌شده و مواد ضروری زراعتی برای دهقانان پیش از آغاز فصل کشت، از گام‌های مهم در راستای تقویت زراعت و تأمین نیازهای غذایی کشور به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې د اوبو ایستلو کانال د پاکولو چارې پیل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالی د غازي‌آباد د ملایانو کلي د اوبو ایستلو کانال (زابر) د پاکولو پروژې چارې د ننګرهار دکرنې ریاست د قدرتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۸
Background image

خوست کې د درېیو انسټیټونو محصلینو ته په کرنیزو، مالدارۍ او ځنګلونو برخو کې عملي او مسلکي روزنه ورکول کېږي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د درېیو انسټیټونو محصلینو ته د کرنیزو علومو، مالدارۍ او ځنګلونو په برخو کې عملي روزنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۸
Background image

هلمند کې ۱۶۵۰ بزګرانو او کورنیو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت په بغني او موسی‌کلا ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د همکارو مؤسسو په همکارۍ، ۱۶۵۰ بزګرانو او کرنیزو. . .

بازگشت