غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
روند سروی و تثبیت چراگاه‌ها در غور آغاز می‌شود؛ رئیس اراضی وزارت زراعت بر شفافیت و دقت در اجرای امور تأکید کرد

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس مولوي حمیم صادقي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو لوی ریاست استازو، د غور ولایت سرپرست والي او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو مسؤلینو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د څړځایونو د سروې او تثبیت پروګرام د موخو، ارزښت او د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وویل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د څړځایونو د سروې او تثبیت چارې ترسره کېږي او په همدې موخه د کرنې وزارت تخنیکي پلاوی غور ولایت ته راغلی، څو په دغه ولایت کې هم د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل او په بشپړ ډول ترسره کړي.
مولوي محمود مظلوم زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو سره د هېواد د ابادۍ، د عامه شتمنیو د ساتنې او د امارتي ملکیتونو د خونديتوب لپاره د ګډ کار او همغږۍ زمینه برابره شوې ده او اړینه ده، چې ټولې اړوندې ادارې په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
د اراضۍ رییس څرګنده کړه، چې د څړځایونو د سروې او تثبیت پروګرام تر دې وړاندې په فاریاب، جوزجان، بلخ، بادغیس، بدخشان، سرپل، سمنګان، بغلان، کندز او تخار ولایتونو کې په بشپړ ډول ترسره شوی او اوس یې په غور ولایت کې د عملي چارو د پیل لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په یادو ولایتونو کې د سروې او تثبیت چارې په روڼتیا ترسره شوې دي او له ټولو تخنیکي کارکوونکو یې وغوښتل، چې په غور ولایت کې هم خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره دقت، رښتینولۍ، مسلکي مسؤلیت او روڼتیا ترسره کړي، څو دغه بهیر په بریالیتوب سره بشپړ شي.
مولوي محمود مظلوم وویل، چې د څړځایونو سروې او تثبیت به د څړځایونو پر سر د بې‌ځایه شخړو او احتمالي انساني تلفاتو د مخنیوي ترڅنګ، د طبیعي څړځایونو د ساتنې او پیاوړتیا، د مالدارۍ د ودې او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هم اغېزناک تمام شي.
ورپسې د غور ولایت سرپرست والي د څړځایونو د سروې او تثبیت پروګرام د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې له مرکز څخه راغلي تخنیکي ټیمونه به د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څړځایونو د سروې او تثبیت چارې پرمخ یوسي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پروګرام له مهمو موخو څخه د څړځایونو پر سر د قومونو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ د شخړو مخنیوی، د څړځایونو د حدودو روښانه کول او د مالدارۍ د ودې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول دي.
د غور ولایت سرپرست والي د یاد پروګرام د پلي کېدو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې په دغه ولایت کې د سروې او تثبیت د تخنیکي ټیمونو د فعالیت لپاره لازم امنیتي شرایط برابر دي او سیمه‌ییزه اداره به د چارو د اسانتیا او بریالي پلي کېدو لپاره له راغلو پلاوو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې نورو سیمه‌ییزو مسؤلینو هم د څړځایونو د سروې او تثبیت له بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د اړوندو تخنیکي ټیمونو سره یې د همغږۍ او همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د څړځایونو سروې او تثبیت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دی، چې موخه یې د هېواد د طبیعي څړځایونو پېژندنه، د حدودو تثبیت، د دولتي او عامه ځمکو ساتنه، د ځمکو د غصب مخنیوی او د څړځایونو د دوامدار مدیریت لپاره د کره معلوماتو برابرول دي.
د دغه پروګرام پلي کېدل د قدرتي سرچینو د خونديتوب، د مالدارانو ترمنځ د احتمالي شخړو د راکمولو، د څارویو لپاره د مناسبو څړځایونو د ساتنې او د مالدارۍ سکټور د پراختیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې. . .

بازگشت