کونړ کې ۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د شیدو غواوې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
توزیع گاوهای شیرده برای ۵۰ خانواده زلزله‌زده در کنر

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
کونړ کې د زلزله‌ځپلو کورنیو د ژوند د بیا رغونې او د هغوی د معیشت د پیاوړتیا په موخه د مالدارۍ په برخه کې د ملاتړ لړۍ دوام لري. د همدې لړۍ په ترڅ کې د «ډي‌ارسي» مؤسسې په مالي ملاتړ او د «زلزله‌ځپلو کورنیو د ژوند بیا رغونه» پروژې په چوکاټ کې، د نورګل ولسوالی د دشوماش او شولت کلیو ۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د شیدو غواوې ووېشل شوې.
د غواوو د وېش په مراسمو کې د کونړ ولایت د کرنې ریاست رییس مولوي محمد سرور صادق، د اقتصاد ریاست رییس مولوي عبدالله همت، د مالدارۍ خدماتو آمر سید احمدګل هېوادمل، د پلان عمومي مدیر موسی نورزي، د مالدارۍ عمومي مدیر عارف‌الله همکار، د اقتصاد ریاست اړوند مسؤلینو، د «ستاسو غږ» موسسې بنسټګر صابرالله میمله‌وال، د پروژې مسؤل هارون احمدي، د «ډي‌ارسي» مؤسسې مسؤلینو، د نورګل ولسوالۍ استازو، قومي مشرانو او د ګټه‌اخیستونکو کورنیو استازو ګډون کړی و.
د دې مرستې اساسي موخه د زلزله‌ځپلو کورنیو د ژوند د بیا رغونې، د هغوی د معیشت د پیاوړتیا او د مالدارۍ له لارې د دوامدار عاید د سرچینې برابرول دي.
د وېش په دې پروګرام کې هرې ګټه‌اخیستونکې کورنۍ ته یوه شیدې ورکوونکې غوا ورکړل شوه. سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه د غواوو خوراکه، د چینجیو ضد درمل، یو حفاظتي کټ او د غوا د لېږد رالېږد لپاره ترانسپورتي اسانتیاوې هم برابرې شوې.
د پروګرام په ترڅ کې ګټه‌اخیستونکو ته د غواوو د مناسبې پالنې او تغذیې، د ناروغیو د مخنیوي، د درملو د سم استعمال او د څارویو د روغتیا د ساتنې په اړه لازمې روزنیزې لارښوونې هم وړاندې شوې.
د کونړ د کرنې ریاست مسؤلینو د مالدارۍ د پراختیا او د مالدارانو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګټه‌اخیستونکو یې وغوښتل، چې ورکړل شوې غواوې په ښه ډول وساتي، مناسبه تغذیه یې وکړي او د شېدو له تولید څخه د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د عاید د ترلاسه کولو لپاره هم ګټه واخلي.
ګټه‌اخیستونکو کورنیو د دغې مرستې له امله د «ډي‌ارسي» او «ستاسو غږ» موسسو له مسؤلینو مننه وکړه او ویې ویل، چې د شیدو ورکوونکو غواوو ترلاسه کول به له دوی سره د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو، د عاید د یوې دوامدارې سرچینې په رامنځته کولو او د زلزلې له امله د رامنځته شویو اقتصادي زیانونو په جبران کې مرسته وکړي.


توزیع گاوهای شیرده برای ۵۰ خانواده زلزله‌زده در کنر
۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
در کنر، روند حمایت از خانواده‌های زلزله‌زده به‌منظور بازسازی زندگی و تقویت معیشت آنان در بخش مالداری ادامه دارد. در ادامه این روند، در چارچوب پروژه «بازسازی زندگی خانواده‌های زلزله‌زده» با حمایت مالی مؤسسه «دی‌آرسی»، برای ۵۰ خانواده زلزله‌زده در روستاهای دشوماش و شولت ولسوالی نورگل، گاوهای شیرده توزیع شد.
در مراسم توزیع گاوها، مولوی محمد سرور صادق، رئیس ریاست زراعت ولایت کنر، مولوی عبدالله همت، رئیس ریاست اقتصاد، سید احمدگل هیوادمل، آمر خدمات مالداری، موسی نورزی، مدیر عمومی پلان، عارف‌الله همکار، مدیر عمومی مالداری، مسئولان مربوط ریاست اقتصاد، صابرالله میمله‌وال، بنیان‌گذار مؤسسه «ستاسو غږ»، هارون احمدی، مسئول پروژه، مسئولان مؤسسه «دی‌آرسی»، نمایندگان ولسوالی نورگل، بزرگان قومی و نمایندگان خانواده‌های مستفیدشونده حضور داشتند.
هدف اساسی این کمک، بازسازی زندگی خانواده‌های زلزله‌زده، تقویت معیشت آنان و فراهم‌سازی یک منبع عاید پایدار از طریق مالداری عنوان شده است.
در این برنامه، برای هر خانواده مستفیدشونده یک رأس گاو شیرده توزیع شد. علاوه بر آن، برای هر خانواده ۱۰۰ کیلوگرام خوراک گاو، ادویه ضد انگل، یک کیت حفاظتی و تسهیلات ترانسپورتی برای انتقال گاو نیز فراهم شد.
همچنان، در جریان این برنامه، برای مستفیدشونده‌ها در زمینه نگهداری و تغذیه مناسب گاوها، پیشگیری از بیماری‌ها، استفاده درست از ادویه و مراقبت از صحت حیوانات، آموزش‌های لازم ارائه شد.
مسئولان ریاست زراعت کنر بر اهمیت توسعه مالداری و حمایت از مالداران تأکید کرده و از مستفیدشونده‌ها خواستند تا گاوهای دریافت‌شده را به‌گونه درست نگهداری و تغذیه نموده و از تولید شیر آن‌ها، علاوه بر تأمین نیازهای خانواده‌های‌شان، برای ایجاد عاید نیز استفاده کنند.
خانواده‌های مستفیدشونده از این کمک ابراز قدردانی کرده و گفتند که دریافت گاوهای شیرده، آنان را در بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های‌شان، ایجاد یک منبع عاید پایدار و جبران بخشی از خسارات اقتصادی ناشی از زلزله کمک خواهد کرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۴
Background image

کندهار کې د املوکو سږني حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د بڼوالۍ د پراختیا په پایله کې، سږ کال د دغه ولایت د املوکو په حاصلاتو کې د تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د لغمان د کرنې رییس د ولسونو د ستونزو اورېدو او کرنیز وضعیت ارزونې په موخه بادپښ ولسوالۍ ته سفر وکړ

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د ولایت مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله په مشرۍ، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن، د سکتوري ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

دمیدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالی کې بزګرانو ته کرنیز تخمونه وویشل شول

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالی کې د افغان سوله جوړه ونکې بشري مؤسسی اود کرنې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست دمسؤلو کارمندانو په پوره همغږۍ په. . .

بازگشت