د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو ورکشاپ پیل شو
۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځهورځنی ورکشاپ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو د څه باندې ۵۰ تنو رییسانو په ګډون، پیل شو.
دغه روزنیز پروګرام د ملکي خدمتونو انستیتیوت او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري جوړ شوی، چې په ترڅ کې یې د بېلابېلو اداري، مدیریتي او رهبرۍ موضوعاتو په اړه خبرې اترې او اړینې روزنې وړاندې کېږي.
د دغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت د دفتر رییس مفتي عبدالغفور بخاري، د وزارت د کارکوونکو چارو رییس مولوي شمسالله محمد او د ملکي خدمتونو انستیتیوت رییس قاري اسدالله هارون د دغه ډول روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو د اهمیت او اړتیا په اړه ویناوې وکړې.
د کرنې وزارت د دفتر رییس زدهکړه، د ظرفیت لوړول، د پوهې د کچې زیاتول او د مدیریت له اصولو سره بلدتیا د هرې ادارې لپاره له مهمو موضوعاتو څخه وبلل او د اسلام په مبین دین کې یې هم د زدهکړې پر اهمیت ټینګار وکړ.
همدارنګه، د وزارت د کارکوونکو چارو رییس د دې ریاست د مرکزي او ولایتي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د سلګونو تنو کارکوونکو او د پوهنتونونو محصلینو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ شوي او دغه بهیر به دوام ولري.
د ملکي خدمتونو انستیتیوت رییس هم د حکومتي کارکوونکو، د پوهنتونونو محصلینو او د هېواد د ځوانانو د روزنې او ظرفیت لوړولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او په راتلونکو کلونو کې یې د دغه بنسټ د روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.
دغه روزنیز پروګرام به پنځه ورځې دوام وکړي او د استاد احسانالله مصلح له لوري وړاندې کېږي.
