بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر
۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس سره وکتل او د مالدارۍ او حیواني روغتیا بېلابېلې برخې یې له نږدې وکتلې.
مفتي ذاکرالله ذاکر د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس مولوي شاهمحمد حاجي سروري سره په لیدنه کې د خپل سفر موخه تشریح کړه او د مالدارۍ او حیواني روغتیا په برخو کې یې د چارو د لا ښه والي په اړه خبرې وکړې.
د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس، وروسته د بادغیس ولایت د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له کارکوونکو سره وکتل او د یادې برخې ستونزې او ننګونې یې واورېدې. نوموړي د چارو پر ښه والي، د خدماتو پر کیفیت او مالدارانو ته د لا غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
نوموړي همداراز د حیواني روغتیا له کلینیک او لابراتوار او د بادغیس ولایت د مالدارۍ له نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د کاري بهیر د ښه والي او مالدارانو ته د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
په دغو لیدنو کې د مالدارۍ او حیواني روغتیايي خدمتونو پر پیاوړتیا، د چارو پر لا ښه تنظیم او د مالدارانو د ستونزو پر حل او رسېدنه ټینګار وشو.
