فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونه وېشل کېږي
۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» په مالي ملاتړ او د «سياچاې» مؤسسې په همکارۍ، د فراه مرکز اړوند ۳۰۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو تخمونو د وېش لپاره د بزګرانو د سروې او مستحقو کسانو د تثبیت بهیر په منظم ډول روان دی.
د فراه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دې بهیر په ترڅ کې د سیمې بزګران سروې کېږي او د ټاکل شویو معیارونو له مخې مستحق بزګران تثبیتېږي، چې له بشپړېدو وروسته به هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي د غنمو تخمونه ووېشل شي.
د یادو اصلاح شويو تخمونو د وېش په بدل کې به له هر بزګر څخه ۸۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
د فراه د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ډول پروګرامونو د پلي کېدو موخه د اصلاح شويو تخمونو دودول، د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو لوړول او له لږې ځمکې څخه د لا ډېرو حاصلاتو ترلاسه کولو زمینه برابرول دي.
اصلاح شوي تخمونه د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو، د کرنیزو ناروغیو او افتونو پر وړاندې د نباتاتو د مقاومت زیاتولو او د بزګرانو د تولیدي وړتیا د لوړولو په برخه کې مهم رول لري. د اصلاح شويو تخمونو وېش د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو له هغو هڅو څخه دی، چې موخه یې د هېواد د غنمو تولید زیاتول، د بزګرانو ملاتړ او د خوړو د خوندیتوب پیاوړتیا ده.
