ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵ کاري ورځو په موده کې یې د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شي.
د پروژې د سپارلو په مراسمو کې د پروژې د نظارت مسؤلو انجنیرانو، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مطبوعاتو مسؤل، د قراردادي شرکت مسؤلینو او یو شمېر نورو اړوندو کسانو ګډون کړی و.
د پروژې یوه تن نظارت کوونکي انجنیر، عیسی شیرزاد، وویل چې یاد سیفون د وروستیو اورښتونو او د زیاتو اوبو د راوتلو له امله زیانمن شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د سیفون له ترمیم او بیارغونې سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي او همدارنګه به د کورونو او کرنیزو ځمکو پر وړاندې د زیاتو اوبو د احتمالي ګواښ کچه راټیټه شي.
بلخوا، د «اریانا سپین غر لوژستیکي او ساختماني شرکت» مسؤل، انجنیر رحیم‌الله سیلاب، وویل چې د پروژې عملي چارې به دوه ورځې وروسته پیل شي او د تطبیق پر مهال به هره ورځ شاوخوا ۲۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د نوموړي په وینا، د پروژې په کاري اجزاوو کې د شاوخوا ۴۰ مترو سنګارۍ دېوالونو جوړول، کندن‌کاري، د اوسپنیز کانکریټ کارونه، انګاف او نور اړین ساختماني فعالیتونه شامل دي.
هغه څرګنده کړه، چې د پروژې ټولې چارې به د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې په ۷۵ کاري ورځو کې بشپړې شي.
د مسؤلینو په وینا، د پروژې له بشپړېدو وروسته به یاد سیفون له اساسي ترمیم او بیارغونې سره بېرته د خلکو د استفادې او ګټې اخیستنې وړ وګرځول شي.
سیفونونه د اوبولګولو او سیمه‌ییزو ترانسپورتي لارو د اوبو د منظم تېرېدو په برخه کې مهم رول لري. د بارانونو او سېلابونو له امله د دغو تاسیساتو زیانمنېدل د خلکو د تګ راتګ ترڅنګ کرنیزو ځمکو او کورونو ته هم د اوبو د ننوتلو ګواښ رامنځته کوي؛ له همدې امله یې پر وخت ترمیم او بیارغونه د کرنیزو سیمو د خوندیتوب او د اوبو د مدیریت لپاره مهمه ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت