کرنې وزارت کې د لبنیاتو د صنعت‌کارانو د ملاتړ په موخه غونډه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۳۴
کرنې وزارت کې د لبنیاتو د صنعت‌کارانو د ملاتړ په موخه غونډه ترسره شوه

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لبنیاتو له صنعت‌کارانو څخه د ملاتړ او د دغو محصولاتو د پلور وضعیت د ښه والي په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، په دغه وزارت کې غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د مالدارۍ سکتور رییسانو او سلاکارانو، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن او د دې خونې د مدیره پلاوي یو شمېر غړو، د لبنیاتو ټولنې غړو، د لبنیاتو د پروسس شرکتونو او فابریکو استازو او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه یو شمېر مالدارانو ګډون کړی و.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې د لبنیاتو د محصولاتو د پلور وضعیت پر ښه والي او له مالدارانو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د حکومت، صنعت‌کارانو او مالدارانو ګډ موخه د مالدارانو د ژوند د وضعیت ښه کول، د لبنیاتو د تولید زیاتول او د دغو محصولاتو پلورل په مناسبه بیه دي.
هغه زیاته کړه، چې د دغه سکتور د وضعیت د ښه والي لپاره باید حکومت، صنعت‌کاران او مالداران په ګډه کار وکړي او هره برخه د مشخصو طرحو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره د ګډ میکانیزم په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
ورپسې، ګډونوالو د لبنیاتو له صنعت څخه د ملاتړ، د لبنیاتو د محصولاتو د بازارموندنې او پلور د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل او د اړوندو ادارو ترمنځ یې د ګډ میکانیزم پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
په پای کې، د غونډې له ګډونوالو څخه د اړوندو ادارو د استازو په ګډون یوه کمېټه وګومارل شوه، څو په ۲۰ ورځو کې د لبنیاتو د محصولاتو د کارونې د څرنګوالي او د دغو محصولاتو د مناسبې بیې د ټاکلو په اړه مشخصه طرحه چمتو او د هغې د عملي کېدو زمینه برابره کړي.
غونډه د خیر دعا او د ګومارل شوې کمېټې د دندو اړوندو مواردو په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۷:۳
Background image

ننګرهار کې له ۱۱۸ بزګرانو سره د کچالو د اصلاح شوو تخمونو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌آرسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۳۴
Background image

کرنې وزارت کې د لبنیاتو د صنعت‌کارانو د ملاتړ په موخه غونډه ترسره شوه

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لبنیاتو له صنعت‌کارانو څخه د ملاتړ او د دغو محصولاتو د پلور وضعیت د ښه والي په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۸
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د پروویل پروژې له چارواکو او همکارو مؤسسو سره وکتل

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د افغان اېډ مؤسسې د پروویل پروژې د مسؤل او د همکارو مؤسسو د استازو ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه د. . .

بازگشت