د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د لمرګل کرکیله
۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د نوروزي څیړنیز فارم مسؤلینو له لوري په دې فارم کې د لمرګلي نبات کرکېله ترسره شوې، چې په نږدې راتلونکې کې به یې حاصل راټول شي
د یاد فارم چارواکي وايي، دغه کرنه د ازموینې او د بزګرانو د تشویق په موخه ترسره شوې، ترڅو کروندګر یې له نیږدې وڅېړي او په خپلو ځمکو کې یې وکري.
دوی زیاتوي، چې د لمرګلي نبات کرنه په کندهار کې د نورو ولایتونو په پرتله ښه نتیجه ورکوي او حاصلات یې هم زیات دي. د ده په وینا، لمرګل د غوړیو د تولید یوه مهمه سرچینه ده، چې بزګران کولای شي له دې لارې ښه عاید تر لاسه کړي او هم وطني غوړي تولید کړي.
د یادونې وړ ده، چې د لمرګل کرنه په کندهار کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې دوام لري، چې هر کال پرې د نورزي او کوهکران فارمونو متخصصینو څېړنې کړي او پایلې ښيي، چې کندهار د دې نبات د کرنې لپاره تر بل هرځای ډېر مناسب اقلیم لري.
