بادغیس کې مالدارانو ته د ۱۲۳.۶ متریک ټنه حیواني خوراکې د وېش بهیر پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۳۶
آغاز توزیع بیش از ۱۲۳ تُن خوراکه حیوانی برای مالداران بادغیس

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، مالدارانو ته د ۱۲۳.۶ متریک ټنه حیواني خوراکې د وېش بهیر پیل شوی، چې موخه یې د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د تغذیې ښه والی او د مالدارۍ د تولیداتو د کچې لوړول دي.
د دغه پروګرام له مخې، د پسونو د چاغولو په موخه ۳.۶ متریک ټنه متراکم حیواني خوراکه د بادغیس ولایت د مرکز اړوند ۳۰ تنو مالدارانو ته وېشل شوې ده.
همدارنګه ټاکل شوې ده، چې ۱۲۰ متریک ټنه حیواني خوراکه د جوند ولسوالی ۳۰۰ تنو مالدارانو ته ووېشل شي، څو د هغوی د څارویو د مناسبې تغذیې په برخه کې لازم ملاتړ برابر شي.
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د حیواني خوراکې د وېش دغه پروګرام د مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا، د څارویو د تغذیې د ښه والي او د مالدارۍ د سکتور د ملاتړ په برخه کې مهم ګام دی.
دغه پروژه د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د ورلډ ویژن دفتر او د هالند کمېټې په مالي ملاتړ پلې کېږي.
تمه ده، چې د یادو مرستو له لارې به د اړمنو مالدارانو د څارویو د خوراک اړتیا تر یوه بریده پوره او د هغوی د مالدارۍ د فعالیتونو د دوام زمینه لا پیاوړې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت