د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
معین مالی و اداری وزارت زراعت فعالیت‌های ریاست زراعت بدخشان را بررسی کرد

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست له چارواکو او کارکوونکو سره وکتل او د یاد ریاست د فعالیتونو او چارو بهیر یې و ارزوه.
په دې لیدنه کې د بدخشان د کرنې ریاست چارواکو د دې ادارې د بېلابېلو برخو د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د مالي، اداري او تدارکاتي چارو، عشر او زکات، مخابراتي انتنونو د تثبیت او ځمکو برخې وضعیت وڅېړل شو.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کاري بهیر پر ښه والي، د اداري او مالي چارو پر لا ښه تنظیم او د ورسپارل شویو مسؤولیتونو پر اغېزمن ترسره کولو ټینګار وکړ او له مسؤولینو یې وغوښتل، چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې لا ډېر دقت او جديت وکړي.
همدارنګه د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد د دې برخې د فعالیتونو او مسؤولیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د بدخشان د کرنې ریاست له مسؤولینو څخه یې د عشر او زکات اړوندو چارو پر سم تطبیق ټینګار وکړ.
مولوي نورالدین عمیر د دې لیدنې په پای کې د بدخشان له خلکو سره د کرنې ریاست د چارواکو او کارکوونکو پر ښې همکارۍ او تعامل ټینګار وکړ او د هغوی ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه یې د دې ادارې له مهمو مسؤولیتونو څخه وبلله.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت