د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست څخه ليدنه وکړه او د ياد رياست له مسئولينو او کارکوونکو سره يې وکتل او خبرې اترې يې وکړې.
په دې ليدنه کې د رياست د کاري وضعيت او فعاليتونو ارزونه وشوه، او د مالي او اداري چارو، تدارکاتو، عشر او زکات، د مخابراتي انتنونو د تثبيت او ارزونې، ځمکنيو چارو او نورو اړوندو برخو د لا ښه والي په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.
مولوي نورالدين عمير د مسئولينو د راپور له اورېدو وروسته، د شفافيت، د اداري او مالي چارو د لا ښه تنظيم، د کارکوونکو او مراجعينو ستونزو ته د رسېدنې، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او د اصولو او مقرراتو سره سم د چارو پر تطبيق ټينګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د کاري بهير د ښه والي لپاره اړينې لارښوونې وړاندې کړې او له مسئولينو او کارکوونکو يې وغوښتل، چې د مسئوليت احساس، صداقت او لا زياتې هڅې سره خلکو ته اغېزمن، باکيفيته او غوره خدمات وړاندې کړي.
په پای کې، د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسئولينو د وزارت د رهبرۍ له پاملرنې او همکارۍ څخه مننه وکړه او د وزارت د پروګرامونو د پلي کولو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په سکټور کې د خدمتونو د لا ښه کولو لپاره يې د خپلو هڅو پر دوام ټينګار وکړ.


معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت زابل بازدید کرد
۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی خود به ولایت زابل از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید کرده و با مسئولان و کارمندان این ریاست دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، وضعیت کاری و فعالیت‌های ریاست مورد ارزیابی قرار گرفت و پیرامون بهبود امور مالی و اداری، تدارکاتی، عشر و زکات، تثبیت و بررسی آنتن‌های مخابراتی، امور ارضی و سایر بخش‌های مربوط، بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی نورالدین عمیر ضمن استماع گزارش مسئولان، بر شفافیت، تنظیم بهتر امور اداری و مالی، رسیدگی به مشکلات کارمندان و مراجعین، تقویت هماهنگی میان بخش‌های مختلف و اجرای امور مطابق اصول و مقررات تأکید کرد.
وی همچنان رهنمودهای لازم را برای بهبود روند کاری ارائه کرده و از مسئولان و کارمندان خواست با احساس مسئولیت، صداقت و تلاش بیشتر، خدمات مؤثرتر و باکیفیت‌تری را به شهروندان ارائه کنند.
در پایان، مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت زابل از توجه و همکاری رهبری وزارت قدردانی کرده و بر ادامه تلاش‌ها برای اجرای برنامه‌های وزارت و بهبود خدمات‌رسانی در بخش زراعت، آبیاری و مالداری تأکید کردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت