د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشینآلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا پهپار مهم ګام
۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډيارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او سویس هېواد په مالي ملاتړ، د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالی په درېیو کرنیزو مرکزونو کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۹ قلمه بېلابېل کرنیز ماشینآلات او وسایل ووېشل شول.
د یادو مرستو د وېش په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې له لوري په هسکې مېنه ولسوالی کې درې کرنیز مرکزونه جوړ شوي، چې د همدې مرکزونو له لارې په تېرو کلونو کې سلګونه بزګران او مالداران د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې له اړینو خدمتونو، روزنیزو پروګرامونو او مرستو برخمن شوي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو مرکزونو د لا پیاوړتیا او د میکانیزه کرنې د دودولو په موخه درې عرادې غټ تراکتورونه له ټولو ملحقاتو سره، درې ټرالۍ، درې لوی لاسي کرنیز تراکتورونه، درې واړه لاسي تراکتورونه، شپږ دوهبکسهیي لاسي تخمکرونکي ماشینونه، درې کتاري یوبکسهیي تخمکرونکي ماشینونه، درې د سرو شیندلو ماشینونه، درې د غنمو رېبلو لاسي ماشینونه، شپږ د درملو شیندلو پمپونه، درې د وښو میده کولو ماشینونه، شپږ لاسي ګراچۍ، درې زینې، درې د جوارو تریشر ماشینونه، بېلچې، کلنګونه، محافظتي او د اور وژنې وسایل او نور اړین تجهیزات د ۲۹ قلمو په چوکاټ کې یادو کرنیزو مرکزونو ته وسپارل شول.
په همدې مراسمو کې د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد وویل، د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزې د سپین غر په لمنو کې پرتې ولسوالۍ سختې اغېزمنې کړې دي، له همدې امله د کرنیزو ماشینآلاتو وېش او د میکانیزه کرنې پراختیا به د بزګرانو د حاصلاتو په زیاتوالي، د تولیدي لګښتونو په کمېدو او د سیمې د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې رغنده او دوامدار رول ولوبوي.
نوموړي همداراز د سپین غر د لمنو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د متوازن پرمختګ او دوامدارو پراختیايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې به لازمې همکارۍ دوام ولري.
ورپسې د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې د ختیځ زون د اقتصادي بیا رغونې مسؤل انجینر عبدالمنیر رحمانزي په ننګرهار کې د ادارې د ترسره شویو، روانو او راتلونکو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه وویل، په هسکې مېنه ولسوالی کې د کانالونو، بندونو او چکډیمونو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د مالدارۍ کلینیکونو جوړول، د څارویو وېش او زرګونو ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونه برابرول د دوی د مهمو لاسته راوړنو له ډلې دي.
رحمانزي ټینګار وکړ، چې د ډنمارک د کډوالو نړۍواله اداره ژمنه ده، څو په راتلونکو پړاوونو کې هم د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او د کلیوالو د اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې اغېزمنې پراختیايي پروژې پلي کړي، ترڅو د سیمې د خلکو د ژوند، عاید او کرنیزو تولیداتو د لا ښه والي لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
در ولسوالی هسکهمینه ننگرهار ماشینآلات زراعتی به ارزش ۳.۴ میلیون افغانی توزیع شد؛ گامی مهم برای تقویت زراعت مکانیزه
۱۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با همکاری تخنیکی مؤسسه بینالمللی مهاجرین دنمارک (DRC) و با تمویل مالی اتحادیه اروپا و کشور سوئیس، در سه مرکز زراعتی ولسوالی هسکهمینه ولایت ننگرهار، ماشینآلات و وسایل زراعتی به ارزش ۳.۴ میلیون افغانی در قالب ۲۹ قلم تجهیزات توزیع شد.
در مراسم توزیع این کمکها، مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، گفت که مؤسسه بینالمللی مهاجرین دنمارک در ولسوالی هسکهمینه سه مرکز زراعتی ایجاد کرده است که از طریق این مراکز، طی سالهای گذشته صدها دهقان و مالدار از خدمات مورد نیاز، برنامههای آموزشی و کمکهای گوناگون در بخشهای زراعت و مالداری بهرهمند شدهاند.
وی افزود، به منظور تقویت هرچه بیشتر این مراکز و ترویج زراعت مکانیزه، سه عراده تراکتور بزرگ با تمام ملحقات، سه عراده تریلر، سه عراده تراکتور دستی بزرگ، سه عراده تراکتور دستی کوچک، شش پایه ماشین دو مخزنه بذرپاش دستی، سه پایه ماشین یک مخزنه بذرپاش کتاری، سه پایه ماشین کودپاش، سه پایه ماشین دستی دروی گندم، شش پایه پمپ دواپاش، سه پایه ماشین خردکن علوفه، شش پایه علفتراش دستی، سه پایه زینه، سه پایه ماشین خرمنکوب جواری، بیل، کلنگ، تجهیزات حفاظتی، وسایل اطفائیه و سایر تجهیزات ضروری، در مجموع در قالب ۲۹ قلم تجهیزات به این مراکز زراعتی سپرده شد.
در همین مراسم، مولوی جان محمد حامد، رئیس اقتصاد ولایت ننگرهار، اظهار داشت که پیامدهای منفی تغییرات اقلیمی، ولسوالیهای واقع در دامنههای سپینغر را به شدت متأثر ساخته است. به گفته وی، توزیع ماشینآلات زراعتی و توسعه زراعت مکانیزه نقش مؤثری در افزایش حاصلات، کاهش هزینههای تولید و بهبود وضعیت اقتصادی مردم منطقه خواهد داشت.
وی همچنان به باشندگان دامنههای سپینغر اطمینان داد که همکاریهای لازم در راستای توسعه متوازن و تطبیق پروژههای انکشافی پایدار ادامه خواهد یافت.
سپس، انجینر عبدالمنیر رحمانزی، مسئول بخش احیای اقتصادی زون شرق مؤسسه بینالمللی مهاجرین دنمارک، درباره پروژههای تطبیقشده، در حال اجرا و برنامههای آینده این مؤسسه در ولایت ننگرهار معلومات ارائه کرد. وی گفت که اعمار کانالها، بندها و چکدمها در ولسوالی هسکهمینه، توزیع تخمهای اصلاحشده، ایجاد کلینیکهای مالداری، توزیع مواشی و فراهمسازی فرصتهای کاری برای هزاران جوان، از مهمترین دستاوردهای این مؤسسه به شمار میرود.
رحمانزی تأکید کرد که مؤسسه بینالمللی مهاجرین دنمارک متعهد است در مراحل آینده نیز پروژههای مؤثر انکشافی را در بخشهای زراعت، آبیاری، مالداری و تقویت اقتصاد روستایی تطبیق کند تا زمینه بهبود زندگی، افزایش عواید و ارتقای تولیدات زراعتی مردم منطقه بیش از پیش فراهم شود.
