د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د اړیکو او تخنیکي مسوول نجیب امیرزي سره په کتنه کې، د کرنې سکتور د پرمختیایي پروګرامونو په پلي کولو کې د همکاریو د پراختیا او لا زیاتې همغږۍ په تړاو خبرې اترې وکړې.
دغه تخنیکي او همغږیزه ناسته د دواړو خواوو د تخنیکي همکارانو په شتون کې ترسره شوه.
مولوي عبدالعلي عمري د کرنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د همکاریو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ څرګنده کړه، چې د افغانستان د کرنې سکتور د پراختیا په لاره کې به ګډې همکارۍ دوام ومومي. هغه دغه راز د یادې ادارې له مسوولانو وغوښتل، چې خپل ټول پروګرامونه او پروژې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لومړیتوبونو، پالیسیو او سټراټېژۍ پر بنسټ ډیزاین او پلي کړي، ترڅو د پروژو په پلي کېدو کې لا زیاته همغږي او غوره ګټورتیا رامنځته شي.
په ورته وخت کې، نجیب امیرزي د کرنې وزارت د لومړیتوبونو له شریکولو او له دغه وزارت سره له نږدې همغږۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې به په راتلونکي کې هم په افغانستان کې د کرنې سکتور د ملاتړ په موخه نورې پروژې پلې کړي.
په پای کې، دواړو لوریو د هېواد د کرنې سکتور د ودې او تلپاتې پراختیا په لاره کې د ګډو همکاریو پر دوام، تخنیکي همغږۍ او د پرمختیایي پروګرامونو پر پلي کولو هوکړه وکړه.


دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئول سازمان خوراک و زراعت ملل متحد
۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دیدار با نجیب امیرزی مسئول تخنیکی و ارتباطی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) در افغانستان، درباره گسترش همکاری‌ها و هماهنگی بیشتر در اجرای برنامه‌های انکشافی بخش زراعت گفت‌وگو کرد.
این نشست هماهنگی و تخنیکی با حضور همکاران تخنیکی هر دو جانب برگزار شد. مولوی عبدالعلی عمری ضمن قدردانی از همکاری‌ها و فعالیت‌های سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در بخش زراعت، اظهار داشت که همکاری‌های مشترک در راستای توسعه سکتور زراعت افغانستان ادامه خواهد یافت.
وی همچنان از مسئولان این سازمان خواست تا تمامی برنامه‌ها و پروژه‌های خود را بر بنیاد اولویت‌ها، پالیسی‌ها و استراتیژی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طرح‌ریزی و تطبیق کنند تا هماهنگی بیشتر و بهره‌وری بهتر در اجرای پروژه‌ها فراهم شود.
در همین حال، نجیب امیرزی از شریک‌سازی اولویت‌های وزارت زراعت و هماهنگی نزدیک با این وزارت قدردانی کرد و گفت که سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در آینده نیز پروژه‌های بیشتری را برای حمایت از سکتور زراعت در افغانستان اجرا خواهد کرد.
در پایان، دو طرف بر ادامه همکاری‌های مشترک، هماهنگی تخنیکی و اجرای برنامه‌های انکشافی در راستای رشد و توسعه پایدار سکتور زراعت کشور توافق کردند

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت