کابل کې څه باندې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو د روزنې تجهیزاتو وېش پیل شو
۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو ادارې له لوري د «په افغانستان کې د متضرره ټولنو د هوساینې او پیاوړتیا» پروژې په چوکاټ کې، د کابل ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې ۲۰۱ اړمنو کورنیو ته د چرګانو د روزنې د تجهیزاتو وېش ترسره شو.
یاده پروژه، چې د ډنمارک د کډوالو شورا «ډيارسي» په مالي ملاتړ پلې کېږي، موخه یې د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا، د کورنیو د معیشت ښه کول، د عایداتو زیاتوالی او د زیانمنو کورنیو د اقتصادي مقاومت لوړول دي.
د پروژې له مخې، په دواړو ولسوالیو کې به ټولټال ۴۰۷ مستحقو کورنیو ته د چرګانو او وزو بستې ووېشل شي. په لومړي پړاو کې ۲۰۱ ګټه اخیستونکو ته د چرګانو د روزنې لپاره د مرغانچو د جوړولو اړین تجهیزات ووېشل شول.
په دغو تجهیزاتو کې یوه دروازه، یوه کړکۍ، درې دانې درې متره لرګي، درې دانه دانوخورونه، درې دانه اوبوخورونه، یو د هوا ایستلو پایپ، یوه ناوه، ۱۵ کیلوګرامه چونه او یوه معلوماتي تخته شامله وه، چې د پروژې اړوند معلومات پرې لیکل شوي دي.
ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو پړاوونو کې هر مستحق ګټه اخیستونکي ته درې چرګان، ۲۷ چرګانې، د درملو یوه بسته او ۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو دانه هم ووېشل شي، ترڅو د کورنیو د عاید سرچینې پیاوړې او د مالدارۍ وړتیاوې یې لا زیاتې شي.
د تجهیزاتو د وېش بهیر د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ څانګې د امر اعجاز احمد صالحي او د خاکجبار او سروبي ولسوالیو د استازو په حضور کې ترسره شو. چارواکو د دغسې پروژو پلي کېدل د کلیوالو د اقتصادي ودې، د بېوزلۍ د کمولو او د دوامدار معیشت د رامنځته کولو لپاره مهم ګام وباله.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ د ودې، د کلیوالو کورنیو د عاید لوړولو او د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ په بېلابېلو ولایتونو کې د مالدارۍ او کوچنیو اقتصادي پروژو د پلي کولو له لارې د اړمنو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکوي.
آغاز توزیع تجهیزات پرورش مرغ به بیش از ۲۰۰ خانواده نیازمند در کابل
۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در چارچوب پروژه «بهبود رفاه و توانمندسازی جوامع آسیبدیده در افغانستان» که توسط اداره بازسازی دهات برای افغانستان تطبیق میشود، روند توزیع تجهیزات پرورش مرغ را برای ۲۰۱ خانواده نیازمند در ولسوالیهای خاکجبار و سروبی ولایت کابل آغاز کرد.
این پروژه با حمایت مالی شورای پناهندگان دنمارک (DRC) اجرا میشود و هدف آن تقویت مصونیت غذایی، بهبود معیشت خانوادهها، افزایش درآمد و ارتقای توانمندی اقتصادی خانوادههای آسیبپذیر است.
بر اساس این پروژه، در مجموع برای ۴۰۷ خانواده مستحق در هر دو ولسوالی، بستههای پرورش مرغ و بز توزیع خواهد شد. در مرحله نخست، تجهیزات مورد نیاز برای ساخت مرغدانی به ۲۰۱ خانواده مستحق توزیع شد.
این تجهیزات شامل یک دروازه، یک کلکین، سه تخته چوب سهمتری، سه دانه دانخوری، سه دانه آبخوری، یک پایه تهویه، یک ناوه، ۱۵ کیلوگرام چونه و یک تخته معلوماتی حاوی مشخصات پروژه میباشد.
قرار است در مراحل بعدی، برای هر خانواده مستحق سه خروس، ۲۷ مرغ، یک بسته دوا و ۱۵۰ کیلوگرام خوراک مرغ نیز توزیع شود تا زمینه افزایش درآمد خانوادهها و تقویت ظرفیتهای مالداری فراهم گردد.
روند توزیع تجهیزات با حضور اعجاز احمد صالحی آمر بخش مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل و نمایندگان ولسوالیهای خاکجبار و سروبی برگزار شد. مسئولان اجرای اینگونه پروژهها را گامی مهم در راستای رشد اقتصادی روستاها، کاهش فقر و ایجاد معیشت پایدار عنوان کردند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بهمنظور توسعه مالداری، افزایش درآمد خانوادههای روستایی و تقویت مصونیت غذایی، با همکاری نهادهای همکار، از طریق تطبیق پروژههای مالداری و سایر برنامههای کوچک اقتصادی در ولایتهای مختلف کشور، به حمایت از خانوادههای نیازمند ادامه میدهد.
