د کارموندنې او ټولنیز پرمختګ په برخه کې مهمې لاسته راوړنې؛ پکتیکا کې ستره کرنیزوه پروژه بشپړه شوه
۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د راتلونکو نسلونو «افجياې» مؤسسې په تخنیکي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام«یوانډيپي» په مالي ملاتړ، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او د برمل، ګیان او مټاخان ولسوالیو کې ستره کرنیزه پروژه د اووه میاشتو په موده کې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
یاده پروژه د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په نږدې همغږۍ او همکارۍ پلې شوې، چې موخه یې د کرنې پراختیا، د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه والی، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د ټولنو بنسټیزو اړتیاوو ته رسېدنه وه.
د پروژې په چوکاټ کې په مټاخان ولسوالۍ کې څلور شنې خونې جوړې شوې او ۴۰ بزګرانو ته د شنو خونو د مدیریت، تولید او عصري کرنې په برخه کې مسلکي روزنې ورکړل شوې.
همدارنګه د چرګانو د روزنې څلور فارمونه جوړ شول او ۱۶ تنه د چرګانو د روزنې په تخنیکي برخو کې وروزل شول. هر فارم ته ۵۰ دانې د هګۍ اچوونکو چرګانو (۴۵ چرګې او ۵ چرګان) ترڅنګ ۱۹ ډوله اړین تجهیزات او وسایل هم ووېشل شول.
د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه، په مټاخان ولسوالی کې لسو کورنیو هرې کورنۍ ته ۶۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، او د ښرنې ښار په مرکز کې پنځو نورو کورنیو ته د خپلو کاروبارونو د پراختیا لپاره اړین وسایل ووېشل شول.
په ګیان ولسوالی کې ۲۵۰ کسانو ته د طبیعي پېښو او ناورینونو پر وړاندې د چمتووالي او مخنیوي په اړه روزنیز پروګرامونه ترسره شول. همدارنګه په همدې ولسوالی کې ۱,۵۸۰ د ځنګلي ځنغوزیو نیالګي کېنول شول، ترڅو د چاپېریال ساتنې او ځنګلونو د پراختیا برخه پیاوړې شي.
د پروژې په لړ کې د ګیان ولسوالی او د خوست ولایت د سپېرې ولسوالی ترمنځ د ۱۲ کیلومتره نښلوونکي سړک هموارکاري هم ترسره شوه، چې د عملي کېدو پر مهال یې ۳۱۱ کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره کړه.
همدارنګه د ټولنې د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په ګیان ولسوالی کې شپږ عامه ودانیزې پروژې پلې شوې، چې په کې د کندهاري کلي استنادي دېوال، د وچکي، زینکي، کمال او مین کلیو د اوبو حوضونه او د پیتو کلي چکډېم شامل دي.
د یادې پروژې ټولیز مالي لګښت په پکتیکا ولایت کې ۲۶۱ زره او ۲۳۱ امریکايي ډالره و.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د راتلونکو نسلونو «افجياې» مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوانډيپي» له دوامدار ملاتړ څخه مننه وکړه او د دغو پروګرامونو بریالی بشپړېدل یې د کرنې د ودې، د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د ټولنیز پرمختګ په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام وباله.
دستاوردهای مهم در بخش اشتغال و توسعه اجتماعی؛ پروژه بزرگ زراعتی در پکتیکا تکمیل شد
۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا با همکاری تخنیکی مؤسسه «افغانستان نسلهای آینده (FGA)» و حمایت مالی برنامه توسعه ملل متحد (UNDP)، یک پروژه بزرگ زراعتی را در مدت هفت ماه در مرکز ولایت پکتیکا (شهر شرنه) و ولسوالیهای برمل، گیان و متاخان با موفقیت تکمیل کرد.
این پروژه با هماهنگی نزدیک ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا اجرا شد و هدف آن توسعه زراعت، بهبود وضعیت اقتصادی مردم، ایجاد فرصتهای شغلی و رسیدگی به نیازهای اساسی جوامع محلی بود.
در چارچوب این پروژه، چهار گلخانه در ولسوالی متاخان ساخته شد و برای ۴۰ تن از دهقانان، آموزشهای تخصصی در زمینه مدیریت گلخانه، تولید و شیوههای نوین زراعت ارائه گردید.
همچنین چهار فارم پرورش مرغ ایجاد شد و ۱۶ تن در بخشهای تخنیکی پرورش مرغ آموزش دیدند. برای هر فارم، ۵۰ قطعه مرغ تخمگذار (۴۵ مرغ و ۵ خروس) همراه با ۱۹ نوع تجهیزات و وسایل مورد نیاز توزیع شد.
بهمنظور تقویت کسبوکارهای کوچک، به ۱۰ خانواده در ولسوالی متاخان، برای هر خانواده ۶۵ هزار افغانی کمک نقدی پرداخت شد. همچنین برای پنج خانواده دیگر در مرکز شهر شرنه، تجهیزات مورد نیاز جهت توسعه کسبوکارهایشان توزیع گردید.
در ولسوالی گیان، برای ۲۵۰ تن برنامههای آموزشی در زمینه آمادگی و پیشگیری از حوادث طبیعی و آفات برگزار شد. همچنین یک هزار و ۵۸۰ اصله نهال جلغوزه جنگلی در این ولسوالی غرس شد تا از محیطزیست حفاظت شده و جنگلات توسعه یابد.
در ادامه این پروژه، کار هموارسازی سرک ۱۲ کیلومتری میان ولسوالی گیان و ولسوالی سپیره ولایت خوست نیز انجام شد که در جریان اجرای آن، برای ۳۱۱ تن زمینه کار موقت فراهم گردید.
همچنین برای تأمین نیازهای اساسی مردم، شش پروژه عامالمنفعه در ولسوالی گیان تطبیق شد که شامل احداث دیوار استنادی قریه کندهاری، ساخت حوضهای آب در قریههای وچکی، زینکی، کمال و مین، و ساخت یک چکدم در قریه پیتو میشود.
هزینه مجموعی این پروژه در ولایت پکتیکا ۲۶۱ هزار و ۲۳۱ دالر امریکایی بوده است.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا از همکاری و حمایت دوامدار مؤسسه «افغانستان نسلهای آینده (FGA)» و برنامه توسعه ملل متحد (UNDP) قدردانی کرده و تکمیل موفقانه این پروژه را گامی مهم و مؤثر در راستای توسعه زراعت، تقویت اقتصاد مردم، ایجاد فرصتهای شغلی و پیشرفت اجتماعی عنوان کرد.
