د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر
۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې سفر موخه د کرنې او مالدارۍ د روانو پروژو د اغېزمنتیا ارزونه، د اوبو د سرچینو ښه مدیریت، د اوبو لګولو د پروژو د څارنې او ارزونې، د اړتیاوو پر بنسټ د نویو مؤثرو پروژو د ټاکنې او د شته ستونزو د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره لیدنې او سلا مشورې ترسره کول دي.
د یاد سفر په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د ریاست له امرینو او تخنیکي مسؤلینو سره ناسته وکړه. په دغه غونډه کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا، د پروژو د شفاف او اغېزمن تطبیق، د عوایدو د زیاتوالي، د نویو عایداتي سرچینو د رامنځته کولو، د اوبو د اغېزمن مدیریت، د اوبو لګولو د پروژو د پرمختګ او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
مولوي صدراعظم عثماني وویل، د دغه سفر اساسي موخه په ننګرهار ولایت کې د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې د مؤثرو کرنیزو او مالدارۍ پروژو په نښه کول، د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو ارزونه او ورته د عملي حل لارو موندل دي. نوموړي زیاته کړه، چې د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره د اوبو لګولو د بېلابېلو پروژو تخنیکي سروې، څارنه او ارزونه ترسره کېږي، ترڅو په راتلونکي کې د اړتیاوو پر بنسټ اغېزمنې او پایدارې پروژې طرحه او عملي شي.
ښاعلی عثماني همدارنګه څرګنده کړه، چې د سفر په لړ کې یې په ننګرهار کې د جوړو شوو او تر جوړېدو لاندې چکډېمونو، بندونو او نورو د اوبو لګولو پروژو له بېلابېلو برخو څخه تخنیکي لیدنه او ارزونه ترسره کړه، ترڅو د دغو پروژو کیفیت، اغېزمنتیا او پایلې وارزول شي او د اړتیا په صورت کې د لا ښه والي لپاره لازم تخنیکي او عملي اقدامات ترسره شي.
په همدې مهال د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د کرنې وزارت له همکارۍ او دې ولایت ته د لومړیتوب ورکولو مننه وکړه؛ په ننګرهار ولایت کې پلي شوې کرنیزې، مالدارۍ او د اوبو لګولو پروژې د بزګرانو لپاره ګټورې وبللې او څرګنده یې کړه، چې دغو پروژو د کرنیزو ځمکو په منظم خړوبولو، د اوبو د ضایعاتو په کمولو، د کرنیزو تولیداتو په لوړولو او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهم او اغېزمن رول لوبولی دی.
نوموړي د کرنې وزارت له مرستیال څخه وغوښتل، چې په ننګرهار کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د معیاري سړو خونو جوړولو، د اوبو د اغېزمن مدیریت لپاره د لویو کانالونو او نورو زیربنایي پروژو پلي کولو، د مالدارۍ د معیاري فارمونو د جوړولو، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د نویو بڼونو د جوړولو او د شیشم باغ د څېړنیز مرکز لپاره په مناسب ځای کې د ځمکې د ځانګړي کولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې او همکاري برابرې کړي.
د یاد سفر موخه د کرنې او مالدارۍ سکټور پیاوړتیا، د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت، د پروژو د کیفیت لوړول، د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او په ننګرهار ولایت کې د کرنیزې ودې او دوامدار پرمختګ لپاره د عملي او اغېزمنو پروګرامونو پیاوړتیا بلل شوې ده.
سفر معین زراعت و مالداری به ننگرهار به منظور مدیریت بهتر پروژههای زراعتی و مالداری و حل مشکلات
۲۵ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با رهبری یک هیأت تخنیکی به ولایت ننگرهار سفر کرد.
هدف از این سفر، بررسی موثریت پروژههای جاری زراعتی و مالداری، مدیریت بهتر منابع آبی، نظارت و ارزیابی پروژههای آبیاری، شناسایی و انتخاب پروژههای جدید مؤثر بر اساس نیازمندیها و انجام دیدارها و مشورهها با مسئولان مربوطه برای حل مشکلات موجود عنوان شده است.
در جریان این سفر، معین زراعت و مالداری با مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، آمران و مسئولان تخنیکی این ریاست دیدار و نشست برگزار کرد. در این نشست پیرامون توسعه زراعت و مالداری، تطبیق شفاف و مؤثر پروژهها، افزایش عواید، ایجاد منابع جدید عایداتی، مدیریت مؤثر آب، پیشرفت پروژههای آبیاری و برنامههای آینده بحثهای همهجانبه صورت گرفت.
مولوی صدراعظم عثمانی گفت که هدف اساسی این سفر، شناسایی پروژههای مؤثر زراعتی و مالداری بر اساس نیازها و اولویتهای مردم ننگرهار، بررسی مشکلات دهقانان و مالداران و یافتن راهحلهای عملی برای آنها میباشد.
وی افزود که به منظور مدیریت پایدار منابع آبی، سروی تخنیکی، نظارت و ارزیابی پروژههای مختلف آبیاری انجام میشود تا در آینده پروژههای مؤثر و پایدار بر اساس نیازمندیها طراحی و تطبیق گردد.
همچنان آقای عثمانی اظهار داشت که در جریان این سفر، از بخشهای مختلف چکدمها، بندها و سایر پروژههای آبیاری ساختهشده و در حال ساخت در ننگرهار، بازدید و ارزیابی تخنیکی انجام داده است تا کیفیت، موثریت و نتایج این پروژهها بررسی شده و در صورت نیاز، اقدامات تخنیکی و عملی برای بهبود آنها انجام شود.
در همین حال، مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار از همکاری وزارت زراعت و توجه این وزارت به ولایت ننگرهار قدردانی کرد. وی پروژههای زراعتی، مالداری و آبیاری تطبیقشده در این ولایت را برای دهقانان مفید دانسته و گفت که این پروژهها در آبیاری منظم زمینهای زراعتی، کاهش ضایعات آب، افزایش تولیدات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان نقش مهم و مؤثر داشته است.
وی از معین زراعت و مالداری خواست تا در زمینه ایجاد سردخانههای معیاری برای نگهداری محصولات زراعتی، تطبیق پروژههای زیربنایی بزرگ مانند کانالها برای مدیریت بهتر آب، ایجاد فارمهای معیاری مالداری، توزیع تخمهای اصلاحشده به دهقانان، ایجاد باغهای جدید و اختصاص زمین مناسب برای مرکز تحقیقاتی باغ شیشم، همکاری و سهولتهای لازم فراهم گردد.
این سفر با هدف تقویت سکتور زراعت و مالداری، مدیریت مؤثر منابع آبی، ارتقای کیفیت پروژهها، رسیدگی به مشکلات دهقانان و مالداران و تقویت برنامههای عملی و مؤثر برای رشد زراعت و توسعه پایدار در ولایت ننگرهار انجام شده است.
