د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشرې سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۸:۲۵
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشرې سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشرې، تاریا مګنوسون «واتردال» او د یادې کمېټې له یو شمېر مسؤلینو سره د کرنې وزارت په مقر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا، د بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو پر ملاتړ، د اقلیم بدلون د اغېزو پر وړاندې د مبارزې او د پراختیايي پروګرامونو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې.
مولوي صدراعظم عثماني په دې لیدنه کې وویل، افغانستان د اقلیم بدلون له امله ډېر زیانونه لیدلي او دې وضعیت د بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو پر ژوند مستقیم اغېز کړی دی. نوموړي د کرنې سکټور د ملاتړ په موخه د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د همکاریو د لا زیاتېدو غوښتنه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال زیاته کړه، د کرنې وزارت د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د بودجې ځانګړې کول، د چکډېمونو جوړول او د بڼونو احداث په ګډون بېلابېل اقدامات ترسره کړي، خو د دغو ننګونو د اغېزمنې مقابلې لپاره لا ډېرو همکاریو او ملاتړ ته اړتیا شته.
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مشرې، تاریا مګنوسون «واتردال» وویل، چې دغه کمېټه د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو ته ژمنه ده او اساسي موخه یې د افغانانو د ځان‌بسیاینې او اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ دی.
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسؤلینو هم وویل، چې دغه بنسټ به د ۲۰۲۷ څخه تر ۲۰۳۰ زېږدیزو کلونو پورې د طبیعي سرچینو، خوړو خوندیتوب، بدیلو معیشتونو او د اقلیم بدلون اړوند برخو کې بېلابېلې پروژې پلې کړي.
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه یو پرمختیايي او بشري مرستندویه بنسټ دی، چې خپلې چارې تر ډېره د روغتیا، پوهنې او کرنې په برخو کې ترسره کوي.

دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس کمیته ناروی برای افغانستان
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با تاریا مگنوسون «واتردال»، رئیس کمیته ناروی برای افغانستان (NAC) و شماری از مسؤولان این کمیته در مقر وزارت زراعت دیدار کرد.
در این دیدار، دو طرف روی گسترش همکاری‌ها در بخش زراعت، حمایت از دهقانان، مالداران و باغداران، مقابله با پیامدهای تغییرات اقلیمی و تطبیق برنامه‌های توسعه‌ای گفت‌وگو کردند.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت که افغانستان از اثر تغییرات اقلیمی آسیب‌های زیادی دیده و این وضعیت تأثیر مستقیم بر زندگی دهقانان، مالداران و باغداران گذاشته است. وی خواستار افزایش همکاری‌های کمیته ناروی برای افغانستان در حمایت از سکتور زراعت شد.
معین زراعت و مالداری افزود که وزارت زراعت در بخش مبارزه با تغییرات اقلیمی اقداماتی از جمله تخصیص بودجه، ایجاد چکدم‌ها و احداث باغ‌ها را انجام داده است، اما برای مقابله مؤثر با این چالش‌ها، نیاز به حمایت بیشتر وجود دارد.
در همین حال، تاریا مگنوسون «واتردال»، رئیس کمیته ناروی برای افغانستان، گفت که این کمیته متعهد به ادامه همکاری با مردم افغانستان بوده و هدف اصلی آن کمک به رسیدن مردم افغانستان به خودکفایی است.
مسؤولان کمیته ناروی برای افغانستان نیز گفتند که این نهاد در سال‌های ۲۰۲۷ تا ۲۰۳۰ میلادی پروژه‌هایی را در بخش‌های منابع طبیعی، امنیت غذایی، بدیل معیشت و تغییرات اقلیمی تطبیق خواهد کرد.
کمیته ناروی برای افغانستان (NAC) یک نهاد توسعه‌ای و بشردوستانه است که فعالیت‌های آن در بخش‌های صحت، آموزش و زراعت متمرکز می‌باشد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۲۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د کرنیزو څېړنو د نړۍوالو بنسټونو له چارواکو سره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د د جوارو او غنمو د اصلاح. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون له چارواکو سسره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د هند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د افغانستان او هند د سوداګریزو فرصتونو په غونډه کې: د اقتصادي، کرنیزو او پانګونې همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګډه ګټه ده

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د «افغانستان. . .

بازگشت