کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې
۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یواناوډيسي» په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د کندهار ولایت په خاکریز، شاهوليکوټ او ارغستان ولسوالیو کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول.
په دغو پروګرامونو کې د کندهار د کرنې ریاست مسؤلینو، د ولسوالیو چارواکو، د هالنډ کمېټې استازو، قومي مشرانو، بزګرانو او مالدارانو ګډون کړی و، چې هر پروګرام د اړوندو ولسوالیو په ټاکل شویو ځایونو کې ترسره شو.
د پروګرامونو په پیل کې د هالنډ کمېټې مسؤلینو د ۲۲ میاشتنۍ پراختیایي پروژې د پلي شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د پروژې د تطبیق څرنګوالی یې تشریح کړ. هغوی همداراز د کندهار د کرنې ریاست او د ولسوالیو له مسؤلینو څخه د دوامدارې همکارۍ له امله مننه وکړه.
د غونډو په ترڅ کې د کندهار د کرنې ریاست مسؤلینو د هالنډ کمېټې له لوري ترسره شوي فعالیتونه د ولایت د کرنې او مالدارۍ سکټور لپاره اغېزمن او دوامدار وبلل او ویې ویل، چې دغو پروژو د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا او تولیداتو د زیاتوالي لپاره مهمه ونډه اخیستې ده.
په ورته مهال، د ولسوالیو مسؤلینو د ورته پراختیایي پروژو د دوام غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په ځانګړې توګه د اوبو د مهار، اوبولګولو او قدرتي سرچینو د مدیریت اړوند پروژې دې په راتلونکي کې هم پلي شي، ترڅو د بزګرانو او مالدارانو اساسي ستونزې لا زیاتې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍواله اداره «یواناوډيسي» د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، په کندهار ولایت کې د ۲۲ میاشتو په موده کې د ۱.۳ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یوه پراخه پراختیایي پروژه پلې کړې ده. د دغې پروژې په ترڅ کې د تخمونو د ساتنې، د شېدو راټولولو او د څارویو د خوراکي توکو مرکزونه جوړ شوي، د مصنوعي القاح په برخه کې مسلکي کادرونه روزل شوي، او نږدې ۳۸۰۰ بزګرانو او مالدارانو ته د اصلاح شویو تخمونو، د شاتو مچیو او مرخیړیو فارمونو، کرنیزو وسایلو او د غنمو رېبلو ماشینونو مرستې وېشل شوې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو د ودې او د بدیلو معیشتي فرصتونو د پراختیا په موخه، د نړۍوالو همکارو بنسټونو په همغږۍ بېلابېلې پراختیایي پروژې پلي کوي. دغه پروژې د کرنې او مالدارۍ د عصري کولو، د اوبو د مدیریت، د خوړو د خوندیتوب او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم رول لري.
به مناسبت روز دهقان و مالدار در کندهار برنامههای ویژه برگزار شد؛ دستاوردهای پروژههای انکشافی به ارزش ۱.۳ میلیون دالر شریک گردید
۹ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
به هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد و همکاری تخنیکی کمیته هالند، به مناسبت روز دهقان و مالدار برنامههای ویژهای در ولسوالیهای خاکریز، شاهولیکوت و ارغستان ولایت کندهار برگزار شد.
در این برنامهها، مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، مسئولان ولسوالیها، نمایندگان کمیته هالند، بزرگان قومی، دهقانان و مالداران حضور داشتند و هر برنامه در محل تعیینشده مربوط به همان ولسوالی برگزار گردید.
در آغاز برنامهها، مسئولان کمیته هالند در مورد فعالیتها و دستاوردهای پروژه انکشافی ۲۲ ماهه معلومات ارائه کرده و چگونگی تطبیق این پروژه را برای اشتراککنندگان تشریح کردند. آنان همچنان از همکاری دوامدار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و مسئولان ولسوالیها قدردانی کردند.
در جریان نشستها، مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار فعالیتهای انجامشده از سوی کمیته هالند را برای بخش زراعت و مالداری این ولایت مؤثر و پایدار دانسته و گفتند که این پروژهها نقش مهمی در تقویت وضعیت اقتصادی دهقانان و مالداران و افزایش تولیدات زراعتی و مالداری داشته است.
همچنان، مسئولان ولسوالیها خواستار ادامه اجرای چنین پروژههای انکشافی شدند و تأکید کردند که بهویژه پروژههای مرتبط با مهار آب، آبیاری و مدیریت منابع طبیعی در آینده نیز تطبیق گردد تا مشکلات اساسی دهقانان و مالداران بیشتر برطرف شود.
قابل یادآوری است که دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد با همکاری تخنیکی کمیته هالند، طی ۲۲ ماه گذشته یک پروژه گسترده انکشافی را به ارزش ۱.۳ میلیون دالر امریکایی در ولایت کندهار تطبیق کرده است. در چارچوب این پروژه، مراکز نگهداری تخمهای اصلاحشده، جمعآوری شیر و تهیه خوراک حیوانی ایجاد شده، کادرهای مسلکی در بخش تلقیح مصنوعی آموزش دیدهاند و برای نزدیک به ۳۸۰۰ دهقان و مالدار، تخمهای اصلاحشده، فارمهای زنبورداری و پرورش مرخیړی، وسایل زراعتی و ماشینهای دروی گندم توزیع شده است.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور حمایت از دهقانان و مالداران، رشد تولیدات زراعتی و توسعه فرصتهای معیشتی بدیل، با هماهنگی نهادهای همکار بینالمللی پروژههای مختلف انکشافی را در نقاط مختلف کشور تطبیق میکند. این پروژهها در عصریسازی زراعت و مالداری، مدیریت منابع آب، تأمین مصونیت غذایی و بهبود وضعیت اقتصادی خانوادههای روستایی نقش مهمی ایفا میکنند.
