ننګرهار کې د۵۰ زره کوچنیو شخوند وهونکو څارویو لپاره د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵
ننګرهار کې د۵۰ زره کوچنیو شخوند وهونکو څارویو لپاره د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې «ډي‌سي‌اې» په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق «آی‌اف‌اې‌ډیي» په مالي ملاتړ، ۵۰ زره کوچنیو شخوند وهونکو څارویو لپاره د انټیروټوکسیمیا (څارویو لیونتوب) واکسین د تطبیق پروګرام رسماً پیل شو.
د پروګرام د پرانیستې پر مهال د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي عبدالستار محمد، وویل چې د واکسینونو د تطبیق اساسي موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، د څارویو د ساري ناروغیو مخنیوی، د څارویو د تلفاتو کمول او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ دی. نوموړي زیاته کړه چې د څارویو روغتیا ساتنه د مالدارۍ د ودې او د کورنیو د عاید د زیاتوالي لپاره مهمه ده.
د هغه په وینا، دغه پروګرام به په لومړي پړاو کې د جلال‌آباد ښار او د سره رود، خوږیاڼو، بهسود، کامې، کوزکونړ، دره نور، کوټ او روداتو ولسوالیو کې عملي شي، او هڅې روانې دي، چې په راتلونکو پړاوونو کې د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
په همدې حال کې د هالینډ کمېټې د ختیځ زون مسؤل، ډاکټر رحیم الله سلیمي، وویل چې د واکسینونو د اغېزمنتیا د تضمین لپاره به د سوړ ځنځیر (Cold Chain) ټول تخنیکي اصول په بشپړه توګه مراعات شي. نوموړي زیاته کړه، د واکسینونو د تطبیق ترڅنګ به مالدارانو ته د څارویو د ناروغیو د مخنیوي، د واکسینونو د ارزښت او د مالدارۍ د معیاري مدیریت په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.
تمه کېږي، چې د دې پروګرام په بریالي تطبیق سره به د کوچنیو شخوند وهونکو څارویو روغتیا خوندي، د ساري ناروغیو کچه راکمه، د څارویو د تلفاتو مخه ونیول شي او د ننګرهار د مالدارانو اقتصادي وضعیت به لا پیاوړی شي.


برنامه تطبیق واکسین انتروتوکسیمیا برای ۵۰ هزار رأس مواشی کوچک در ننگرهار آغاز شد
۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با همکاری تخنیکی کمیته هالند برای افغانستان و حمایت مالی صندوق بین‌المللی انکشاف زراعت، برنامه تطبیق واکسین انتروتوکسیمیا (بیماری انتروتوکسیمیا در مواشی) برای ۵۰ هزار رأس مواشی کوچک به گونه رسمی آغاز شد.
مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، در مراسم افتتاح این برنامه گفت که هدف اساسی از تطبیق این واکسین، تقویت سکتور مالداری، جلوگیری از شیوع بیماری‌های ساری حیوانی، کاهش تلفات مواشی و حمایت اقتصادی از مالداران است. وی افزود که حفظ صحت مواشی نقش مهمی در رشد مالداری و افزایش عواید خانواده‌ها دارد.
به گفته وی، این برنامه در مرحله نخست در شهر جلال‌آباد و ولسوالی‌های سره‌رود، خوگیانی، بهسود، کامه، کوزکنر، دره‌نور، کوت و رودات تطبیق می‌شود و تلاش‌ها جریان دارد تا در مراحل بعدی به سایر ولسوالی‌های ولایت ننگرهار نیز گسترش یابد.
در همین حال، داکتر رحیم‌الله سلیمی، مسئول زون شرق کمیته هالند برای افغانستان، گفت که برای تضمین مؤثریت واکسین‌ها، تمامی اصول تخنیکی زنجیره سرد (Cold Chain) به گونه کامل رعایت خواهد شد. وی افزود که هم‌زمان با تطبیق واکسین، برای مالداران در مورد پیشگیری از بیماری‌های مواشی، اهمیت واکسین و مدیریت معیاری مالداری نیز برنامه‌های آگاهی‌دهی برگزار می‌شود.
انتظار می‌رود با تطبیق موفقانه این برنامه، صحت مواشی کوچک حفظ شود، میزان بیماری‌های ساری کاهش یابد، از تلفات مواشی جلوگیری شود و وضعیت اقتصادی مالداران ولایت ننگرهار بیش از پیش تقویت گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵
Background image

ننګرهار کې د۵۰ زره کوچنیو شخوند وهونکو څارویو لپاره د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې «ډي‌سي‌اې» په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیا کې زرګونه څارویو لپاره د لیونتوب، تیتانوس او تورلنګي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو

 ۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې «ډي‌سي‌اې» په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

بازگشت