دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې (بروسلوز) ناروغی دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو.
 ددې کمپاین په ترڅ کې  ۷۵۰ لوی او ۱۰۰۰ کوچني څاروي واکسین شول، چې موخه یې د یادې ناروغۍ مخنیوي او د مالدراۍ سکټور پیاوړتیا ښودل شوې ده.
په همدې حال کې مالداران دکرنې وزارت له دې اقدام څخه د خوښۍ ترڅنګ د ورته نورو پروګرامونو د پلي کېدو غوښتونکي شول او ترڅو ددوی څاروي د ناروغیو له ګواښ څخه خوندي شي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکو دوی ته ډاډ څرګند کړل، چې د یاد ریاست د شته امکاناتو په چوکاټ کې به له دوی سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ترسره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۲:۰
Background image

هلمند کې د څه باندې ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷.۸ کیلومتره زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه پیل شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت مرکز اړوند په بولان، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۶
Background image

کندهار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ شو؛ د وچکالۍ د اغېزو کمولو او ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په‌پار مهم ګام

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانیو. . .

بازگشت