د کرنې وزارت له‌خوا د زندانونو د تنظيم چارو ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۷
د کرنې وزارت له‌خوا د زندانونو د تنظيم چارو ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د ځمکو د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د زندانونو چارو د تنظيم ادارې د تعمیراتو عمومي مدير سمونوال محمد حامد عربزاده ګډون درلود، د کرنې وزارت له‌خوا د زندانونو د تنظيم چارو ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د زندانونو چارو د تنظيم ادارې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست له‌خوا يادې ادارې ته کندهار ولايت مرکز او په ښورابک، شاه ولي کوټ، ډنډ، رېګستان، نيش او ميانشين ولسواليو کې د توقيف خونو د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د زندانونو چارو د تنظيم ادارې د تعمیراتو عمومي مدير سمونوال محمد حامد عربزاده ترمنځ لاسلیک شو.


وزارت زراعت زمین را به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داد
۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذی‌الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد زمین‌ها، حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین‌ها و سمونوال محمد حامد عرب‌زاده، مدیر عمومی تعمیرات اداره تنظیم امور زندان‌ها حضور داشتند، زمین مورد نیاز به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داده شد.
این زمین به پیشنهاد اداره تنظیم امور زندان‌ها و بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی)، از سوی ریاست اراضی به آن اداره واگذار گردید تا برای اعمار توقیف‌خانه‌ها در مرکز ولایت قندهار و ولسوالی‌های شورابک، شاه‌ولی‌کوت، دند، ریگستان، نیش و میانشین مورد استفاده قرار گیرد.
قرارداد انتقال این زمین میان مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد زمین‌ها، حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین‌ها از ریاست اراضی وزارت زراعت و سمونوال محمد حامد عرب‌زاده، مدیر عمومی تعمیرات اداره تنظیم امور زندان‌ها، به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت