چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د یادې پروژې د لېږد بهیر کې د وزارت پر بشپړې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له سپارلو وړاندې باید په پروژه کې شته نیمګړتیاوې او ستونزې په دقت وڅېړل شي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.
د غونډې پر مهال د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د قوش‌تیپې کانال لومړی فاز د ملي پراختیا شرکت له لوري د چارو ادارې ته وسپارل شي. د دغې پروژې د لېږد بهیر به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي او له دې وروسته، د پروژې د ساتنې او مراقبت لپاره د لازم تشکیلاتو او بودجې تر منظورېدو وروسته، د سپارلو په جریان کې به د پروژې د ساتنې او پالنې مسؤلیت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته وسپارل شي.
د غونډې ګډونوالو د مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ پرېکړه وکړه، چې د اړوندو ادارو له استازو څخه دې یو ګډ پلاوی جوړ شي، څو په پروژه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې وڅېړي، د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي او د پروژې د رسمي سپارلو زمینه برابره کړي.
د قوش‌تیپې کانال پروژه د هېواد له سترو بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د افغانستان په شمال کې به د کرنې د ودې، د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې مهم او بنسټیز رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې پیل کړه


۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره مولوي عبدالرازق ابوالامین د نوي رییس په توګه وټاکل شو او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او. . .

بازگشت