میدان وردګو کې لسګونو مستحقو بزګرانو ته د سبو تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي ووېشل شول
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او ددې ولایت په نرخ ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په ملاتړ، لسګونو مستحقو بزګرانو ته دسبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او یو شمېر کرنیز وسایل ووېشل شول.
د یاد پروګرام په لړ کې لومړی مستحقو بزګرانو ته د سبو د کرکېلې او کورنیو باغچو د جوړولو په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو. په دې روزنه کې ګډونوالو ته د کورنیو باغچو د ارزښت او ګټو، د مناسبو نباتاتو د ټاکنې، دسبو د غذایي ارزښت، د ځمکې د چمتو کولو، د تخم د کرلو لارې چارې او اندازې، د اوبو لګولو مناسبو لارو، د خاورې د مدیریت، د سرو د سم استعمال، د هرزه ګیاوو د کنټرول، د ملچ کارونې، د سبزیجاتو د عامو ناروغیو د مخنیوي او د حاصلاتو د راټولولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
له روزنې وروسته هر مستحق بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه توره سره، ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره، ۱۰ کیلوګرامه د پیازو اصلاح شوی تخم، یو دانه پلالکش، یو دانه بېل او یو دانه کتمن ووېشل شول، ترڅو وکولای شي د سبزیجاتو تولید زیات او د خپلو کورنیو د خوړو او عایداتو په ښه والي کې ترې ګټه واخلي.
ګډونوالو د افغان سوله جوړونکې بشري (APBHO) مؤسسې او د کرنې ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو څخه د دغو مرستو او روزنیزو خدمتونو له امله مننه وکړه او دا یې د خپلو کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت او همکارې مؤسسې په هېواد کې د کورنیو باغچو د پراختیا، د خوړو د خوندیتوب د ښه والي او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کوي، چې له لارې یې زرګونه بزګران له اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو توکو او مسلکي روزنو څخه برخمن شوي دي.
