د ننګرهار کوز کنړ کې ۱۲۰ راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته د چرګانو خوراکه ووېشل شوه
١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې په همکارۍ، د کوز کنړ ولسوالی ۱۲۰ راستنېدونکو هېوادوالو، معیوبینو او کونډو مېرمنو ته د چرګانو د روزنې د پروګرام په دوام، د دویم ځل لپاره د چرګانو خوراکه ووېشل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې یادو کورنیو ته څه موده وړاندې د هګۍ اچوونکو چرګانو او د هغوی د خوراکې مرستې وېش ترسره شوی و، چې اوس د پروژې د دوام او د چرګانو د سالمې پالنې په موخه هرې کورنۍ ته د دویم ځل لپاره ۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو دانه ووېشل شوه.
نوموړي زیاته کړه، د همکارې مؤسسې په ملاتړ به تر راتلونکو یو کال پورې له دغو کورنیو سره د چرګانو د خوراکې مرستې او همدارنګه د تلف شویو چرګانو د بدیل برابرولو لړۍ دوام ولري، څو مستفیدې کورنۍ وکولای شي له دې پروژې څخه دوامداره ګټه ترلاسه کړي.
د یاد پروګرام موخه د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا، د راستنېدونکو او زیانمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه والی، د عایداتي سرچینو پراختیا او د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې د هګۍ اچوونکو چرګانو روزنه د کلیوالو او بېوزلو کورنیو لپاره د عاید یوه اغېزمنه سرچینه بلل کېږي، چې د کورنیو د ځان بسیاینې ترڅنګ د پروټین لرونکو خوراکي توکو تولید او مصرف هم زیاتوي.
