د اکشن‌اېډ مؤسسې د فعالیتونو د پلي کېدو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۱
جلسه تخنیکی پیرامون فعالیت‌های موسسه اکشن‌اید برگزار شد

١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د چارواکو او د اکشن‌اېډ مؤسسې د استازو په ګډون، د یادې مؤسسې د فعالیتونو د پلي کېدو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اکشن‌اېډ مؤسسې مسؤلینو د پکتیکا، تخار، سمنګان، کونړ، دایکنډي او فاریاب ولایتونو لپاره د پلان شویو پروګرامونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. همدارنګه ګډونوالو د پروژو د لا اغېزمن او غوره پلي کېدو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
یاده غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس، سیداحمد خالد صاحب‌زاده، په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د کمېټې غړو هم د پروژو د پلي کېدو د بهیر د ښه والي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه پروژې به د راتلونکو درېیو کلونو په موده کې د ۲۴ میلیونه پونډو په لګښت پلي شي، چې د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، بڼوالۍ، بزګرانو او مالدارانو ته د مرستندویه بستو وېش، له بازارونو سره د تولیدوونکو نښلول او د ځنګلونو بیا رغونه به پکې شامل وي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت