پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۱
پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې او قدرتي سرچینو د خوندیتوب په موخه د خپلو دوامدارو هڅو د دوام په ترڅ کې یې د لرګیو د ناقانونه لېږد مخه ونیوه.
د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت د چهاربران ولسوالی د درګې په سیمه کې دوه ټراکټورونه، چې غوښتل یې د ځنګلي لرګیو یوه اندازه په ناقانونه او قاچاقي بڼه د ولایت مرکز ته ولېږدوي، د کرنې ریاست د مسؤلینو له لوري د امنیتي ځواکونو په همغږۍ او ګډو هڅو ونیول شول.
یادو مسؤلینو د قانون د حاکمیت، د قدرتي شتمنیو د ساتنې او د ځنګلونو د تخریب د مخنیوي په موخه پر وخت اقدام وکړ او د لرګیو د قاچاق دغه هڅه یې ناکامه کړه. نیول شوي ټراکټورونه او اړوند لرګي د لا زیاتو څېړنو او قانوني اجراآتو لپاره له مسؤلو ادارو سره ثبت او راجستر شوي دي.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یو ځل بیا له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د ځنګلونو، قدرتي زېرمو او عامه شتمنیو په ساتنه کې له دولتي ادارو سره همکاري وکړي او د قدرتي سرچینو له هر ډول ناقانونه پرېکولو، قاچاق او تخریب څخه ډډه وکړي.
یاد ریاست ټینګار کوي، چې د ځنګلونو ساتنه یوازې د یوې ادارې دنده نه، بلکې ملي او اسلامي مسؤلیت دی، او د طبیعي شتمنیو د ساتنې په برخه کې به د قانون له مخې له هر ډول سرغړونکو سره جدي او بې پرې چلند ترسره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۱
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې او قدرتي سرچینو د خوندیتوب په موخه د خپلو دوامدارو هڅو د دوام په ترڅ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۱
Background image

د خوست باک ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو  د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اوآرډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د باک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۸:۳۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: د کارکوونکو وړتیالوړنې په‌پار روزنیز پروګرام پیل شو

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  ریاست له لورې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو مالدارۍ ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او اداري. . .

بازگشت