د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست نوی رییس معرفي شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۴۱
رئیس جدید ریاست توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت معرفی شد

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوي عبدالواحد شبیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د نوي رییس په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
د نوموړي د پېژندنې په مراسمو کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور، د دفتر رییس مولوي عبدالغفور بخاري، او د دغه وزارت یو شمېر رییسانو، سلاکارانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د نوي رییس د ګمارنې حکم د وزارت د دفتر رییس له لوري ولوستل شو. همداراز د دندو او مسؤلیتونو، اداري بدلونونو او د اسلامي امارت د اصولو او تګلارو په چوکاټ کې د دندو د سمې او اغېزمنې ترسره کولو پر اهمیت خبرې وشوې. په همدې مهال د یاد ریاست د پخواني رییس قاري محمد اکبر امیني له ترسره کړو خدمتونو او هڅو څخه هم ستاینه او مننه وشوه.
مولوي عبدالواحد شبیر، د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست نوي رییس، د خپلو پخوانیو فعالیتونو او مسؤلیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د امانتدارۍ، صداقت او سپارل شویو دندو د مسؤلانه ترسره کولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
مراسم د خیر په دعا پای ته ورسېدل. وروسته د وزارت مسؤلینو نوی رییس خپل کاري دفتر ته بدرګه کړ او د یاد ریاست کارکوونکو ته یې وروپېژاند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت