د کابل د بیني‌حصار په څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۳۱
تجلیل از روز مزرعه در فارم تحقیقاتی بینی‌حصار کابل

۳ غبرګولي ۱۴۰۵ ھ.ش
۷ ذُی الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل د بیني‌حصار په څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې او مالدارۍ سکټور د یو شمېر استادانو، څېړونکو او متخصصینو په حضور کې ونمانځله.
په دغو مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې او مالدارۍ د متخصصینو څېړنې او هڅې ارزښتناکې وبللې او ویې ویل، چې د علمي څېړنو دوام کولای شي هېواد د ځان‌بسیاینې پر لور رهبري کړي او د خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې شته ستونزې راکمې کړي.
هغه زیاته کړه، چې د بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو ستونزې د علمي او عملي څېړنو له لارې حل کېدای شي، او د اقلیم بدلون او وچکالي په هېواد کې له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي، چې د مخنیوي لپاره یې ګډو هڅو او دوامدارو څېړنو ته اړتیا ده.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال همداراز ټینګار وکړ، چې د ارزښتناکو نباتاتو پېژندنه، د اوبو لګولو او کرنې د عصري لارو چارو ترویج او له نوېو میتودونو څخه ګټه اخیستنه کولای شي د کرنیزو حاصلاتو د کمیت او کیفیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
په همدې حال کې د کرنیزو او مالدارۍ څېړنو انسټیټیوټ رییس مولوي نصرت الله طلحه وویل، چې دغه اداره د شته امکاناتو په کارولو سره د کرنیزو څېړنو دوام ته ژمنه ده او پر بېلابېلو نباتاتو یې څېړنې ترسره کړې دي، چې پایلې یې له بزګرانو سره شریکې شوې دي.
همداراز د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ د بنسټیزو، تطبیقي او توافقې څېړنو رییس ډاکټر محمد رفیع باوري وویل، چې د هېواد په اتو اقلیمي زونونو کې له ۲۰۰ څخه پر ډېرو نباتاتو لکه شړشم، نخود، مۍ، پیاز، سبو، غنمو او جوارو څېړنې ترسره شوې دي.
له بلې خوا د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی رییس پوهندوی صفي‌الله جوهر د کرنې او مالدارۍ سکټور ته پاملرنه او پانګونه د اقتصادي ودې، د بې‌کارۍ د کمښت او ځان‌بسیاینې ته د رسېدو لپاره مهمه وبلله او د اوبو لګولو د عصري سیستمونو پر ترویج، د بزګرانو پر روزنې او د کرنیزو نندارتونونو پر جوړېدو یې ټینګار وکړ.
د مراسمو په پای کې ګډونوالو د بیني‌حصار د څېړنیز فارم له بېلابېلو برخو او په دغه فارم کې له ترسره شویو څېړنو څخه لیدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۹
Background image

دکابل سروبي کې ۱۵۸ کورنیو ته د چرګانو د ساتنې بشپړې بستې ووېشل شوې

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو ادارې  له لوري، د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د کابل ولایت په خاکجبار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

بازگشت