د نورستان ولایت د ځنګلونو د بیا رغوني او پراختیا په پار د کریزې  ځنګلدارۍ پروګرام پیل شو 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
د نورستان ولایت د ځنګلونو د بیا رغوني او پراختیا په پار د کریزې  ځنګلدارۍ پروګرام پیل شو 

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، چاپېریال ساتنې او طبیعي سرچینو د پیاوړتیا په موخه د اګروفارسټري (Agroforestry) یو مهم پروګرام د نورستان ولایت د مرکز پارون  اړوند د اشټیوی په کلي کې په لسګونه جریبه ځمکه کې تطبیق شوی دی. دغه پروژه د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د ځنګلونو ساتنې او د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو په موخه عملي شوې ده.
یاده پروژه د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په مالي مرسته او دکرنی ریاست په تخنیکی همکاری ترسره کېږي، چې موخه یې د طبیعي سرچینو دوامدار مدیریت، د خاورې ساتنه او د کلیوالو د عاید لوړول دي.
په دې پروژه کې په لسګونه جریبه سیمه کې بېلابېلې ونې او کرنیز نباتات کرل شوي دي، چې پکې د مېوه لرونکو او ځنګلي ونو نیالګي شامل دي. همدارنګه بزګرانو ته د اګروفارسټري د ارزښت، د ونو د ساتنې او د عصري کرنیزو طریقو په اړه عملي او نظري روزنې هم ورکړل شوې دي.
تمه کېږي، چې یاده پروژه به په راتلونکو کلونو کې د سیمې پر اقتصاد، چاپېریال او طبیعي سرچینو مثبتې اغېزې ولري. د ونو او کرنیزو فصلونو ګډ سیستم نه یوازې د خلکو عاید زیاتوي، بلکې د غرنیو سیمو د خاورې د ساتنې او د سېلابونو د خطر د کمولو لپاره هم مهم رول لري.
دغه راز، د اګروفارسټري سیستم د ځنګلونو پر ساتنه، د حیاتي تنوع پر بقا او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سیمې پر مقاومت مثبت اغېز لري.


آغاز برنامه زراعت و جنگل داری به هدف احیا و گسترش جنگلات ولایت نورستان
۳۱ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور تقویت زراعت، حفاظت از محیط زیست و منابع طبیعی، یک برنامه مهم اگروفارستری (زراعت و جنگلداری مشترک) در قریه اشتیوی مربوط مرکز پارون ولایت نورستان، در ده‌ها جریب زمین تطبیق شده است. این پروژه به هدف بهبود وضعیت اقتصادی دهاقین، حفاظت از جنگلات و کاهش اثرات تغییرات اقلیمی عملی گردیده است.
این پروژه با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و همکاری تخنیکی ریاست زراعت تطبیق می‌شود که هدف آن مدیریت پایدار منابع طبیعی، حفاظت از خاک و افزایش عواید باشندگان روستاها می‌باشد.
در این پروژه، در ده‌ها جریب زمین انواع مختلف نهال‌ها و نباتات زراعتی غرس شده که شامل نهال‌های مثمر و جنگلی می‌باشد. همچنان برای دهاقین در مورد اهمیت اگروفارستری، حفاظت از درختان و روش‌های عصری زراعتی، آموزش‌های عملی و نظری ارائه شده است.
انتظار می‌رود که این پروژه در سال‌های آینده تأثیرات مثبت بر اقتصاد منطقه، محیط زیست و منابع طبیعی داشته باشد. سیستم مشترک درختان و محصولات زراعتی نه تنها باعث افزایش عواید مردم می‌شود، بلکه در حفاظت از خاک مناطق کوهستانی و کاهش خطر سیلاب‌ها نیز نقش مهمی دارد.
همچنان، سیستم اگروفارستری بر حفاظت جنگلات، بقای تنوع حیاتی و افزایش مقاومت منطقه در برابر تغییرات اقلیمی تأثیر مثبت دارد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې پیل کړه


۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره مولوي عبدالرازق ابوالامین د نوي رییس په توګه وټاکل شو او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او. . .

بازگشت