د کندهار پنځو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو رېبلو معیاري ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴
توزیع ماشین‌های معیاری درو گندم برای صدها دهقان در پنج ولسوالی کندهار

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزي نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډې‌سي» په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري د کندهار په ارغستان، لوړ شاولیکوټ، کښته شاولیکوټ، خاکریز او غورک ولسوالیو کي ۳۵۰ تنه اړمنو بزګرانو ته د غنمو حاصل راټولولو لپاره د لو کولو (رېبلو) معیاري ماشینونه ووېشل شول.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په وینا، په دې مرسته کي ۷۶ تنه د ارغستان، ۸۰ تنه د لوړشاولیکوټ، ۶۱ تنه د کښته شاولیکوټ، ۸۱ تنه د خاکریز او ۵۲ تنه د غورک ولسوالیو بزګران شامل دي، چې هر بزګر ته د لو کولو (رېبلو) یو عراده معیاري ماشین ووېشل شو. 
مسؤلین وایي، د دغو ماشینونو تر وېشلو مخکې یې یادو بزګرانو ته د ماشین مناسب استعمال او ساتنې هر اړخیزه روزنه هم ورکړې ده، ترڅو د یادو میاشینونو اغیزمنتیا د بزګرانو لپاره نور هم زیات شي.
د مرستي موخه د غنمو حاصل په منظمه او نوي میتود سره راټولول، په کرنیزو ځمکو کي د ماشینرۍ استعمال دودول، په کم وخت او اسانه طریقه د غنمو لو کول او د بزګرانو اقتصادي ملاتړ دي.
د یادونې وړ ده، چې یادو بزګرانو ته وړاندې هم د همدې ادارې په مرسته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپنه سره هم وېشل شوې وه، چې اوس مهال د لو کولو ماشینونه د حاصل راټولولو په موخه ورته ووېشل شول.


توزیع ماشین‌های معیاری درو گندم برای صدها دهقان در پنج ولسوالی کندهار
در نتیجه تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی اداره جهانی مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد «یوان‌او‌دی‌سی» و همکاری تخنیکی کمیته هالند، ماشین‌های معیاری درو گندم برای ۳۵۰ تن از دهاقین نیازمند در ولسوالی‌های ارغستان، بالاشاولیکوت، پایین‌شاولیکوت، خاکریز و غورک توزیع شد.
مسؤولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند که در این برنامه، ۷۶ تن از دهاقین ولسوالی ارغستان، ۸۰ تن از بالاشاولیکوت، ۶۱ تن از پایین‌شاولیکوت، ۸۱ تن از خاکریز و ۵۲ تن از ولسوالی غورک شامل بوده‌اند که برای هر دهقان یک عراده ماشین معیاری درو گندم توزیع شده است.
مسؤولان افزوده‌اند که پیش از توزیع این ماشین‌ها، برای دهاقین آموزش‌های لازم در زمینه استفاده درست و نگهداری آن نیز ارائه شده است تا مؤثریت این ماشین‌ها برای دهاقین بیشتر شود.
هدف از این کمک، جمع‌آوری حاصلات گندم به شیوه منظم و جدید، ترویج استفاده از ماشین‌آلات در زمین‌های زراعتی، دروی آسان و سریع گندم و حمایت اقتصادی از دهاقین عنوان شده است.
قابل یادآوری است که پیش از این نیز با کمک همین اداره، برای این دهاقین ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید توزیع شده بود و اکنون ماشین‌های درو به منظور جمع‌آوری حاصلات در اختیار آنان قرار گرفته است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد او جغتو ولسوالیو اړوند د کنج، ګرماب کلاندې په حوزو کې یوشمېر په شرایطو برابرو بزګران چې مخکې دکرنې ریاست له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۲
Background image

میدان وردګو دوو ولسوالیو کې لسګونو مستحقو بزګرانو ته د سبو تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د سیدآباد او جلریز ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغان سوله جوړونکې بشري  مؤسسې په ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۱
Background image

د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالی کې ۱۸۰ مالدارانو ته د مالدارۍ د مدیریت کڅوړې ووېشل شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د اړیکو دفترله لوري د نکه ولسوالی په مرکز او اړوندو سیمو کې د مالدارۍ د. . .

بازگشت