د خوست قلندر ولسوالی په ځنګلي سیمو کې د نباتي افت د تشخیص او ارزونې په موخه سیمه ییز سروې ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۴۹
د خوست قلندر ولسوالی په ځنګلي سیمو کې د نباتي افت د تشخیص او ارزونې په موخه سیمه ییز سروې ترسره شوه

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت تخنیکي ټیم له لوري د قلندر ولسوالی په ځنګلي سیمو کې د رامنځته شوي نامعلوم نباتي افت د تشخیص او ارزونې په موخه سیمه ییز سروې ترسره شوه.
یاده سروې د روانو کرنیزو اندېښنو د حل او د افت د نوعیت د پېژندنې لپاره د متخصصو کارکوونکو له لوري ترسره شوې، چې په ترڅ کې انجنیر میرنواز علمي، انجنیر شاکرالله او انجنیر محمد غفورشاه د یادې ولسوالۍ اړوندو ځنګلي سیمو ته سفر وکړ.
د سروې پر مهال د نباتاتو وضعیت له نږدې وڅېړل شو، د افت نښې نښانې ثبت شوې او د لا دقیق لابراتواري تشخیص لپاره اړینې نمونې هم راټولې شوې. د یاد اقدام موخه دا ده چې د افت د خپرېدو مخنیوی وشي او پر وخت مناسبه وقایوي او کنټرولي تګلاره جوړه شي.
د خوست د کرنې ریاست رهبري ډاډ ورکوي، چې د کرنیزو نباتاتو د ساتنې او د هر ډول افتونو پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي، ترڅو د سیمې طبیعي شتمنۍ خوندي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت