نورګرام ولسوالی ته د نورستان ولایت د کرنی رییس سفر
۲۳ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن نورګرام ولسوالی ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ولسوالی له ولسوال، مرستیال او امنیه قومندان سره ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د ځنګلونو ساتنې او پراختیا اړوند مهم موضوعات وڅېړل شول. د کرنې رییس د خپلو خبرو پر مهال د راتلونکو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې پکې د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو، کیمیاوي سرو، ګرین هاوسونو او د حیواني روغتیا واکسینونو پروګرامونه شامل وو.
همدارنګه نوموړي د ولسوالی له مسؤلینو وغوښتل، چې د یادو پروژو د اغېزمن تطبیق لپاره لازمه همکاري وکړي.
د کرنې رییس زیاته کړه، د نورګرام ولسوالی د مناسب اقلیم او چاپېریالي شرایطو له مخې به د کرنې، مالدارۍ او ځنګلونو د پراختیا په برخه کې د همکارو مؤسسو په همغږۍ بېلابېلې پروژې پلي شي، څو د خلکو اقتصادي وضعیت ښه او کرنیز سکتور لا پیاوړی شي.
