د خوست صبریو او یعقوبیو کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۷
د خوست صبریو او یعقوبیو کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام «یوان‌ډي‌پي»  په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، دخوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالی اړوند بېلابېلو کلیو کې لسګونو بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه.
په دې مرسته کې هر بزګر ته د یو جریب ځمکې لپاره ۲۰ کیلوګرامه د سویابینو تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
د یادو مرستو د وېش پرانیسته د خوست دکرنې ریاست د ترویج کارکوونکو او د یادې مؤسسې استازو په حضور کې په رسمي ډول پیل شوه.
همداراز، د خوست دکرنې ریاست له لوري بزګرانو ته د سویابینو د کرنې اړوند مهمې لارښوونې وشوې، چې پکې د کرکېلې لارې چارې، د ناروغیو مخنیوی، د سرو کارونه، اوبه لګونه، د هرزه بوټو کنټرول، د حاصلاتو راټولول او نور اړوند موضوعات شامل و.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د ننګرهار کوټ کې د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې؛ ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغانستان د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

بازگشت