د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې له رییس سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۴۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې له رییس سره وکتل

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» له رییس سره وکتل او په افغانستان کې د دې ادارې د پروژو د تطبيق په اړه يې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې رییس د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د دې ادارې د فعاليتونو او پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.
مسؤلينو وويل، ياده اداره په بېلابېلو ودانیزو او بشري برخو کې فعاليت لري، او د دې ادارې د پروګرامونو يوه برخه د کرنې، اوبو لګولو او بڼوالۍ له سکتور سره تړاو لري، چې د هېواد په څو ولايتونو کې پلي کېږي.
مولوي صدراعظم عثماني په دې کتنه کې د يادې ادارې له همکاريو او فعاليتونو څخه مننه وکړه او د کرنې په برخه کې يې د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.


دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس اداره همکاری و هماهنگی ترکیه
۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با رئیس اداره همکاری و هماهنگی ترکیه (TIKA) دیدار و درباره تطبیق پروژه‌های این نهاد در افغانستان گفت‌وگو کرد.
در این دیدار، رئیس اداره همکاری و هماهنگی ترکیه معلوماتی در مورد فعالیت‌ها و پروژه‌های این نهاد در ولایت‌های مختلف افغانستان ارائه کرد.
مسئولان گفته‌اند که این اداره در بخش‌های مختلف عمرانی و بشری فعالیت دارد و بخشی از برنامه‌های آن نیز به سکتور زراعت، آبیاری و باغداری مرتبط است که در چندین ولایت کشور تطبیق می‌شود.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار از همکاری‌ها و فعالیت‌های این اداره قدردانی کرده و بر ادامه همکاری‌ها در بخش زراعت تأکید کرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت