د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو فارمونو څخه، د اړوندو مسؤلینو په ملتیا، د روانو کرنیزو څېړنو نږدې لیدنه وکړه.
د یادو فارمونو عمومي مسؤل ملا فتح محمد فیضي وویل، چې په دغه پلاوي کې د ایټالیا هېواد څخه شانګ، د هند هېواد څخه د یادې ادارې د افغانستان عمومي مسؤل او یو شمېر نور بهرني متخصصین، سربېره د کندهار استازي هم شامل وو.
د نوموړي په وینا، یادو مسؤلینو د خپل سفر پر مهال د سبو څېړنیز فارم روانې څېړنې له نږدې وکتلې او د فارم متخصصینو له لوري د څېړنو اړوند هر اړخیز معلومات هم ورسره شریک شول.
همداراز، پلاوي د کوهکران څېړنیز فارم بېلابېلې برخې هم وکتلې او د اصلاح شويو تخمونو، نویو کرنیزو طریقو او د حاصلاتو د ښه والي لپاره د ترسره کېدونکو پروګرامونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.
د مسؤلینو په خبره، د دغو لیدنو موخه د کرنیزو څېړنو ارزونه، د همکاریو پراخول او د افغانستان د کرنې سکټور د پیاوړتیا لپاره د اغېزمنو پروګرامونو ملاتړ دی.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې همدې پلاوي دوه ورځې وړاندې د کندهار د کرنې رییس سره هم ناسته کړې وه، چې پکې د تخمونو، کرنیزو څېړنو او ورته نورو برخو کې د کرنې سکتور د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې وې.
تمه ده، چې د دغو همکاریو په دوام سره به په کندهار او د هېواد په نورو سیمو کې کرنیزې څېړنې پراخې، د تولیداتو کچه لوړه او بزګرانو ته به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.


بازدید هیئت سازمان خوراک و زراعت ملل متحد از فارم‌های تحقیقاتی کندهار
۸ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق
هیئتی از سازمان خوراک و زراعت ملل متحد از فارم‌های تحقیقاتی کوهکران و سبزیجات مربوط ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با همراهی مسئولان مربوطه، بازدید نمودند و از جریان تحقیقات زراعتی از نزدیک دیدن کردند.
ملا فتح‌محمد فیضی، مسئول عمومی این فارم‌ها، گفت که در ترکیب این هیئت، نمایندگانی از کشورهای ایتالیا و هند، مسئول عمومی این اداره برای افغانستان و شماری از متخصصان خارجی، علاوه بر نمایندگان محلی کندهار شامل بودند.
به گفته وی، اعضای هیئت در جریان این بازدید، تحقیقات جاری در فارم سبزیجات را از نزدیک مشاهده کرده و معلومات همه‌جانبه‌ای را از سوی متخصصان فارم دریافت نمودند.
همچنان، هیئت از بخش‌های مختلف فارم تحقیقاتی کوهکران نیز دیدن کرده و در مورد تخم‌های اصلاح‌شده، روش‌های نوین زراعتی و برنامه‌های بهبود حاصلات معلومات حاصل کردند.
مسئولان هدف از این بازدید را ارزیابی تحقیقات زراعتی، گسترش همکاری‌ها و حمایت از برنامه‌های مؤثر برای تقویت سکتور زراعت در افغانستان عنوان کردند.
قابل یادآوری است که این هیئت دو روز قبل نیز با رئیس زراعت کندهار دیدار کرده و در مورد تقویت سکتور زراعت، به‌ویژه در بخش تخم‌های اصلاح‌شده و تحقیقات زراعتی، گفتگو نموده بودند.
انتظار می‌رود با تداوم این همکاری‌ها، تحقیقات زراعتی در کندهار و سایر مناطق کشور گسترش یافته، سطح تولیدات افزایش یابد و سهولت‌های بیشتری برای دهقانان فراهم گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت