د میدان وردګو دایمیرداد کې بڼوالو ته روزنه ورکول کېږي
۸ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت دایمیرداد ولسوالی کې د بڼونو د ناروغیو د مخنیوي او درملنې په پار بڼوالو ته عملي او نظري روزنه ورکول کېږي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې پروګرام کې بڼوالو ته د «کنکرناروغي، د ونو ضعیف والي لاملونه او حل لارې، ډسکیلي چیچک او په چینارو کې ملي بګ ناروغۍ په هکله روزنه ورکول کېږي.
دغه د بڼونو خړوبولو لارې چارې، سرې ورکول او ښاخ برۍ هم ددې رونیز پروګرام برخه ده.
ددې پروګرام موخه د بڼوالو وړتیالوړول او په ټوله کې د بڼوالۍ سکټور ودې او پرختیا ته زمینه برابرول دي.
