د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او کندز ولایتونو وروسته تخار ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوی د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د بررسۍ مرستیال مولوي عنایت‌الله شجاع، او همداراز د اړوندو ادارو د یو شمېر مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون خپل فعالیتونه پیل کړل.
د دې سفر په ترڅ کې، پلاوي له سیمه‌ییزو چارواکو له ډلې د کندز مرستیال والي حمیدالله ارشاد، امنيه قوماندان، د استخباراتو، کرنې، عدلیې، سرحدونو، حج او اوقافو، لوړولو زدکړو، ښاروالۍ رئیسانو او د ولسوالیو ولسوالانو سره لیدنې وکړې او د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر په اړه يې هر اړخیزې خبرې وکړې.
په پیل کې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم او ورسره پلاوي يې په خپل وار د دې پروګرام د اهمیت په اړه خپل نظرونه له مسؤلینو سره شریک کړل او د دغه ملي شتمنۍ د ساتنې په برخه کې وویل، د څړځایونو د سروې، تثبيت او تشخیص بهیر په یو شمېر شمالي ولایتونو کې بشپړ شوی او اوس په تخار ولایت کې پیلېږي. نوموړي همداراز د دې پروګرام پر دقیق تطبیق ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د لا زیات مسؤلیت احساس سره د دې بهیر په پرمخ بېولو کې هڅه وکړي.
 ښاغلي مظلوم زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره دا زمينه برابره شوې چې مونږ ټول په ګډه د هېواد د آبادۍ او د امارتي ملکیتونو د خویندیتوب په برخه کې خپلې هلې ځلې وکړو نو پکار ده چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم د تطبیق په اساس تخار ولایت کې هم د هغه ولاياتو تر څنګ چې د څړځايونو سروې او تثبيت چارې پکې پای ته رسېدلی په تخار ولايت کې هم دغه پروسه په بشپړه توګه پای ته ورسوو. 
 په همدې حال کې، د تخار ولایت سیمه‌ییزو چارواکو د دې پروګرام له پلي کېدو هرکلی وکړ او خپله بشپړه همکاري یې اعلان کړه. د هغوی په وینا، د دې پروګرام تطبیق به د شخصي او امارتي ځمکو په تفکیک، د سرچینو د مدیریت په ښه والي او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۲
Background image

ننګرهار کې د شیدو راټولولو څلورو مرکزونو سره د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ،. . .

بازگشت