د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
بازدید رهبری وزارت زراعت از غرفه‌های نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د دې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د امارتي چارواکو او بهرنیو مېلمنو په حضور کې د یاد نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال، د کرنې وزارت مشرتابه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو، لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو نندارې ته د وړاندې کېدو هرکلی وکړ او د غرفه‌لرونکو ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل.
همدارنګه د کرنې وزارت مشرتابه د نندارتون تنظیموونکو ته لارښوونه وکړه څو د غرفه‌لرونکو او لیدونکو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو د کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور او بازارموندنې لپاره پراخه زمینه برابره شي.
په دې نندارتون کې کرنیز او مالدارۍ محصولات، لاسي صنایع او نور کورني تولیدات د بزګرانو، مالدارانو، سوداګرو او متشبثینو له لوري په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي، چې د دغو غرفو یوه برخه د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې ده.
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې په موخه، د روان کال د غويي له دویمې تر پنځمې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په لاره اچول شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت