د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې  نږدې فارغیدونکو زده کړیالانو ته کرنیزه عملي روزنه پیل شوې ده.
د هلمند د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، په دي روزنه کي به یادو زده کړیالانو ته د یوې میاشتي په اوږدو کي د بڼوالۍ، خاوري پیژندني، د بڼوالۍ لپاره ډیزاین، تېلې او صنعتي نباتاتو کرنې او ورته نورو برخو کي عملي روزنه ورکړل شي.
د مسؤلینو په وینا په دې عملي زده کړه کې زده کړیالان شامل دي، چي موخه یي د بڼوالۍ عملي زده کړه کول، د کرنیز عملیاتي چارو سره بلدتیا او د نظري زده کړو ترڅنګ عملي فرصتونه برابرول دي.
د یادوني وړ ده، چې د یادو زده کړیالانو سره د یاد فارم عمومي مسؤل له لوري غونډه نیول شوې، چي په یاده غونډه کي یي یادو زده کړیالانو ته د بشپړي همکارۍ ډاډ هم ورکړي دي. ترڅو چارې یې په اغېزمن ډول پر مخ یوړل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۳۴
Background image

فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونه وېشل کېږي 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «سي‌اچ‌اې» مؤسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۴۵
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د کوچیانو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړل شو

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د هسکې مېنې ولسوالی د کوچیانو له استازو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او. . .

بازگشت