د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
آغاز برنامه آموزشی سه‌روزه برای کارمندان وزارت زراعت

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه پروګرام د «اداري مراسلاتو او دفتري مدیریت» تر عنوان لاندې جوړ شوی، چې موخه یې د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړول ښودل شوې ده.
د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس شمس‌الله محمد د زده‌کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا فرصت د نوو ګمارل شوو کارکوونکو لپاره برابر شوی، څو خپل مسلکي پوهه لوړه کړي او په اداري او دفتري چارو کې لا زیات مهارتونه ترلاسه کړي.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د اداري مکتوبونو په لیکلو کې سادګي او روښانتیا په پام کې ونیسي او هڅه وکړي، چې مطالب په واضح او د پوهېدو وړ ډول وړاندې کړي، تر څو په مرکز او ولایتونو کې ادارې د دوی له فعالیتونو څخه ښه ګټه واخلي.
دا روزنیز پروګرام د درېیو ورځو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د استادانو له لوري پر مخ وړل کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته ولاړ

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د یوه رسمي پلاوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۸:۵۲
Background image

د خوست مرکز کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت تر څارنې لاندې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‎او» په مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۲
Background image

لغمان کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکو د اصلاح پروژه پیل شوه

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې، د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د مهترلام ښار. . .

بازگشت