د لغمان د کرنې رییس د سرف افغانستان مؤسسې د پروژو له مسؤل سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۲۱
د لغمان د کرنې رییس د سرف افغانستان مؤسسې د پروژو له مسؤل سره وکتل

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن دخپل کار په دفتر کې د سرف افغانستان د پروژو له مسؤل سره د یوې نوې پروژې د اغېزمنې همغږۍ په موخه وکتل.
په دې کتنه کې د یادې مؤسسې د پروژو مسؤل، انجنیر محمد صابر عالیمې څرګنده کړه، چې د اګرو فاریسټري په برخه کې یوه نوې پروژه د درېیو کلونو لپاره منظوره شوې ده، چې د دې پروژې له لارې به د قرغیو ولسوالی په کچه د نیالګیو  لاندې د حبوباتو، غله‌جاتو او سبو کرنه ترسره شي. نوموړي د یادې پروژې موخې، فعالیتونه او اهمیت تشریح کړ او د هغې د بریالي تطبیق په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن د سرف افغانستان مؤسسې مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی له هڅو یې مننه وکړه، چې د کرنې او بڼوالۍ د پراختیا لپاره یې کوي.
 نوموړي یاده پروژه د کروندګرو د اقتصادي ثبات، د یوې واحدې ځمکې څخه د څو حاصلاتو د ترلاسه کولو او د تولید د لوړوالي په برخه کې مهمه وبلله.
همداراز، ښاغلي ایمن د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره په خپل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسؤولینو سره د نویو پروژو د پلي کېدو په موخه وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

لغمان کې د شېدو راټولولو دوو مرکزونو سره د ۵ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

بازگشت