خوست کې د څه باندې ۲۷۱ زره ډالرو په ارزښت کرنیزې پروژې؛ د بزګرانو د عوایدو او کارموندنې لپاره مهم ګام
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د افغان پراختیایي مؤسسې «اېډياف» په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یوانډيپي» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په درېیو ولسوالیو«ګربز، باک او ځاځي میدان» کې د مهمو کرنیزو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو چارې په منظم ډول روانې دي.
یادې پروژې د ۲۷۱ زره او ۹۰۷ امریکایي ډالرو په ارزښت عملي کېږي، چې په ترڅ کې یې د ۱۱ ګلخو او ۵ د مېوو وچولو مرکزونو جوړول شامل دي. د معلوماتو له مخې، په ګربز ولسوالی کې دوه ګلخونې او یو د مېوو وچولو مرکز، په باک ولسوالی کې پنځه ګلخونې او دوه د مېوو وچولو مرکزونه، او په ځاځي میدان ولسوالی کې دوه ګلخونې او یو د مېوو وچولو مرکز د جوړېدو په حال کې دي.
د دغو پروژو له عملي کېدو سره به د هرې ګلخونې څخه ۱۵ تنه او د هر مېوو وچولو مرکز څخه ۲۴ تنه مستفیدین مستقیمه ګټه پورته کړي، چې دا به د سیمې د خلکو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري او د عوایدو په لوړولو کې به مرسته وکړي.
همدارنګه، د ګربز ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارکوونکو له لوري د یادو پروژو له بهیر څخه سیمه نظارت ترسره شو. په دې نظارت کې د کار کیفیت، پرمختګ او تخنیکي معیارونه په دقت و ارزول شول او اړوندو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.
د چارواکو په وینا، دا پروژې به د خوست ولایت د کرنې عصري کېدو، د حاصلاتو زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو لوړولو، اقتصادي پیاوړتیا او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې سکټور پیاوړتیا، د خلکو د معیشت ښهوالی او د اقلیم بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لوړولو پروګرامونو پلي کول دکرنې وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. په همدې لړ کې، په خوست ولایت کې هم د نړۍوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ یو شمېر بنسټیزې کرنیزې پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د تولیداتو زیاتوالی او د کلیوالو اقتصاد پیاوړتیا ده.
پروژههای زراعتی به ارزش بیش از ۲۷۱ هزار دالر در خوست؛ گام مهم برای افزایش عواید و ایجاد کار برای دهقانان
در چارچوب ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، با همکاری مؤسسه انکشافی افغان «ایدیاف» و حمایت مالی برنامه انکشافی سازمان ملل متحد «یواندیپی»، کار تطبیق پروژههای مهم زیربنایی زراعتی در سه ولسوالی این ولایت (گربز، باک و ځاځي میدان) بهگونه منظم جریان دارد.
این پروژهها به ارزش ۲۷۱ هزار و ۹۰۷ دالر امریکایی عملی میشود که شامل ساخت ۱۱ سبزخانه و ۵ مرکز خشککردن میوه میباشد. بر اساس معلومات، در ولسوالی گربز دو سبزخانه و یک مرکز خشککردن میوه، در ولسوالی باک پنج سبزخانه و دو مرکز خشککردن میوه، و در ولسوالی ځاځي میدان دو سبزخانه و یک مرکز خشککردن میوه در حال ساخت است.
با تطبیق این پروژهها، از هر سبزخانه ۱۵ تن و از هر مرکز خشککردن میوه ۲۴ تن بهگونه مستقیم مستفید خواهند شد که این امر تأثیر مثبت بر وضعیت اقتصادی مردم محل داشته و در افزایش عواید آنان نقش مهمی ایفا خواهد کرد.
همچنان، کارمندان مدیریت عمومی زراعت ولسوالی گربز از روند تطبیق این پروژهها نظارت ساحوی انجام دادند. در این نظارت، کیفیت کار، پیشرفت و معیارهای تخنیکی بهگونه دقیق ارزیابی شده و به مسئولان مربوطه توصیههای لازم ارائه گردید.
به گفته مسئولان، این پروژهها در عصریسازی زراعت، افزایش حاصلات، بلندبردن عواید دهقانان، تقویت اقتصاد و ایجاد فرصتهای کاری در ولایت خوست نقش مهمی خواهد داشت.
تقویت سکتور زراعت، بهبود معیشت مردم و افزایش توانمندی در برابر تغییرات اقلیمی از اولویتهای مهم وزارت زراعت بهشمار میرود. در همین راستا، در ولایت خوست نیز با حمایت نهادهای بینالمللی، شماری از پروژههای زیربنایی زراعتی در حال تطبیق است که هدف آن افزایش تولیدات و تقویت اقتصاد روستایی میباشد.
