د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد عباس ترمنځ د کډي همکاري رامنځته کولو په موخه ناسته وشوه. 
په دې ناسته کي د دواړو لورو ترمنځ پر دوه اړخیزه دوامداره همکاري ټینګار وشو او ترڅنګ یي د انسټو پوهنتون رییس د کندهار د کرنې رییس څخه غوښتنه وکړه، چي د انسټو پوهنتون د برحاله زده کړیالانو لپاره د عملي زده کړو فرصتونو برابرولو کي ورسره همکاري وکړياو هغه څېړنې چې د کندهار د کرنې ریاست په څېړنیزو فارمونو کي ترسره کېږي د هغوی د پوهنتون د زده کړیالانو سره شریکې شي. 
ورپسې د کندهار د کرنې رییس مولوی عبدالرشید منیب په یادو او ورته نورو برخو کي د بشپړي همکاري ډاډ ورکړ او د کرنې او مالدارۍ سکتور د پرمختګ او نوي زده کړیالانو معیاري او ښه روزولو لپاره یي داسې ګام اخیستل مهم وباله.
د یادونې وړ ده چې، د کندهار د کرنې ریاست تل هڅه کړئ، ترڅو د نوي فارغیدونکي زده کړیالانو لپاره په دوامداره ډول د کرنې او مالدارۍ په برخه کي د عملي زده کړو فرصتونه برابر کړي، چي اوس مهال هم د میوند ولسوالی کرنیز انستیتوت څخه په کوهکران څېړنیز فارم نږدې ۴۰ تنه تازه فارغیدونکي زده کړیالان په عملي ډول روزل کېږي.


نشست همکاری مشترک میان ریاست زراعت کندهار و پوهنتون علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان برگزار شد
۲۴ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
میان رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، مولوی عبدالرشید منیب و رئیس پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان، مولوی شبیر احمد عباس، به‌منظور ایجاد همکاری مشترک نشست برگزار شد.
در این نشست، دو طرف بر تداوم همکاری‌های دوجانبه تأکید نموده و رئیس پوهنتون یادشده از ریاست زراعت کندهار خواست تا در فراهم‌سازی زمینه‌های آموزش عملی برای محصلان برحال این پوهنتون همکاری نماید. همچنان پیشنهاد شد تا تحقیقات انجام‌شده در فارم‌های تحقیقاتی ریاست زراعت کندهار با محصلان این پوهنتون شریک ساخته شود.
در ادامه، رئیس زراعت کندهار ضمن استقبال از این پیشنهادها، اطمینان داد که در بخش‌های یادشده و سایر عرصه‌ها همکاری کامل صورت خواهد گرفت و چنین اقدامات را برای رشد سکتور زراعت و مالداری و تربیه معیاری محصلان مهم دانست.
قابل ذکر است که ریاست زراعت کندهار همواره تلاش نموده است تا برای محصلان تازه فارغ‌شده، فرصت‌های آموزش عملی در بخش زراعت و مالداری فراهم نماید. در حال حاضر نیز حدود ۴۰ تن از محصلان تازه فارغ‌شده انستیتوت زراعتی ولسوالی میوند، در فارم تحقیقاتی کوهکران به‌گونه عملی آموزش می‌بینند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت