بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
فرصت محدود است؛ غرفه‌ها اندک می‌باشند، پس بشتابید!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر- پلور پراختیا او د کورنیو تولیداتو د لا ښه پېژندنې لپاره مناسب فرصت برابروي.
د «بزګرمېلې» او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون غرفې، چې د ۱۴۰۵ کال د غویي له ۲مې تر ۵مې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ کې ترسره کېږي، یوازې د ۱۴۰۵ کال د غوایي تر لومړۍ نېټې پورې غوښتونکو ته وېشل کېږي.
فرصت له لاسه مه ورکوئ!
په دې نندارتون کې د غرفې په ترلاسه کولو سره خپل تولیدات نندارې ته وړاندې او خرڅ کړئ او په ورته وخت کې د هېواد د بزګرانو د اقتصاد په وده کې ونډه واخلئ.
د غرفې د ثبت لپاره، د ۱۴۰۵ کال د غویي تر لومړۍ نېټې پورې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو آمریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت